1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په ګډون د درو هوایي ډګرونو د خدماتو قرارداد لاسلیک شو

۱۴۰۱ خرداد ۳, سه‌شنبه

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د کابل په ګډون د دغه هيواد د دریو هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو تنظیم او خدمتونو له پاره د متحده عربي اماراتو له یوې نړیوالې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/4Bn41
VAE Vereinbarung mit den Taliban über den Betrieb afghanischer Flughäfen
انځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر وایي، په دې قرارداد سره به نړیوال هوایي شرکتونه یو ځل بیا افغانستان ته پروازونه پیل کړي.

د سه شبنې په ورځ په کابل کې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت له پاره د طالبانو وزیر حمیدالله اخندزاده او د متحده عربي اماراتو د ګاک کمپنۍ د عامل پلاوي مشر رزاق اسلم، ترمنځ د کابل هوایي ډګر په ګډون د هرات او کندهار هوایي ډګرونو د ځمکنیو چارو او خدمتونو قرارداد لاسلیک شو.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دغه کمپنۍ سره د پخواني حکومت پرمهال هم د هوایي ډګرونو په تړاو قراراداد موجود و او دوی له نورو کمپنیو او په ځانګړي توګه له ګاک کمپنۍ سره له پرلپسې خبرو اترو وروسته پریکړه وکړه، چې یو ځل بیا له دغي کمپنۍ سره قرارداد ترسره کړي.

نوموړي وایي، دغه کمپني به د کابل، کندهار او هرات نړیوالو هوایي ډګرونو د ځمکنیو خدماتو مسؤلیت پر غاړه ولري.

اخوندزاده وویل: «موږ په مخکنی قرارداد کې له یو څه تعدیلاتو سره له دوی سره توافق ته ورسیدو. کابل او کندهار نړیوال هوایي ډګرونه او هرات هوایي ډګر هغه درې میدانونه دي چې خدمات به يې د ياد شرکت له لورې ترسره کیږي.»

VAE Vereinbarung mit den Taliban über den Betrieb afghanischer Flughäfen
انځور: Bernat Armangue/AP Photo/picture alliance

نوموړه وایي، د مزار نړیوال هوایي ډګر خدمات یوه افغاني کمپنۍ ترسره کوي، چې د پخواني حکومت پرمهال یې د پنځلسو کلونو قرارداد کړی دی.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر زیاتوي چې له دغه نوي قرارداد سره به هوایي ډګرونه یو ځل بیا له معیاري خدمتونو برخمن شي.

د افغانستان هوایي چلند ادارې تخنیکي مرستیال غلام جیلاني وفا وویل، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هوایي ډګرونو حالت ډېر خراب شوی او د پروازونو له پاره له کاره لویدلې وه چې په وینا یې په ترمیم کې يې متحده عربي اماراتو ورسره ډېره مرسته کړې ده.

نوموړی وایي، د هوایي ډګرونو د نوي قرارداد عنوان «الوتکو ته په هوایي ډګرونو کې د ځمکنیو خدماتونو وړاندې کول» دي، چې په ډېرو ښو شرایطو سره یې متحده عربي اماراتو سره لاسلیک کړی دی.

هغه وویل: «کله چې یوه الوتکه په ځمکه کیني، بیا راځي ترمینل خوا ته او ترمینل کې چې څه وزن ښکته کیږي او بیرته پورته کیږي، د الوتکې تیل او مسافرو تګ، هر هغه چې طیارې ته خدمات کیږي دا ټول په دې قرارداد کې شامل دي او دا قرارداد ډېر تخنیکي جزیات لري.»

نوموړی وایي، دا یوه معتبره نړیواله کمپنۍ ده چې په باور سره به یې افغانستان ته نړیوال پروازونه بیرته پیل شي: «انشاالله د دې قرارداد په امضا سره به ټولې معتبرې بین المللي هوایي کمپنۍ دا جرآت وکړي، چې افغانستان ته د مصؤنه پروازونو په ترسره کولو سره بیرته خپلې الوتنې پیل کړي.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مسؤلین زیاتوي، په دې قرارداد کې د پیسو مقدار معلوم نه دی، خو ترلاسه کیدونکي عواید به د وزارت او کمپنۍ ترمنځ تقسیمیږي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو، چې کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست پکې شامل دي، د مسؤلیتونو د سپارلو پر سر د طالبانو، قطر او ترکیې ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر وویل چې له قطر او ترکیې سره لا هم مذکرات روان دي، خو دا چې د پنځو هوایي ډګرونو کومې برخې او په څه شرایطو په قرارداد ورکول کیږي اخوندزاده یې په اړه جزئیات ور نه کړل.

فریدالله ظاهر