1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ په واشنګټن کې: ایران نه باید یو مهم سیمه ایز قدرت وي

۱۴۰۲ بهمن ۲۱, شنبه

د المان صدراعظم اولاف شولڅ په واشنګټن کې د دغه هیواد له ولسمشر جو بایډن سره تر لیدنې کتنې وروسته ویلي دي چې ایران ته نه باید اجازه ورکړل شي، څو په یوه سیمه ایز قدرت بدل شي.

https://p.dw.com/p/4cFW2
Deutschland Bundeskanzler Kanzler Scholz in den USA
د المان صدراعظم اولاف شولڅ او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدلانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د المان صدراعظم اولاف شولڅ او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په منځني ختیځ کې د دوو هیوادونو د تشکیل یا رامنځته کیدو پر حل لارې ټینګار وکړ. د المان صدراعظم په واشنګټن کې په سپينه ماڼۍ کې له خبرو اترو وروسته وویل: «امریکا متحده ایالات او المان د دوو هیوادونو پر حل لارې موافقې ته رسیدلي دي او مونږ به هر کار چې کولی یې شو په فعالانه ډول ترسره کړو، څو د دا ډول یوه تحول رامنځته کیدل ممکن شي.»

شولڅ همدرانګه خبرداری ورکړ چې د احتمالي تشنج د زیاتیدو په پام کې نیولو سره، باید د سیمې پر تر ټولو مهم قدرت د ایران د بدلیدلو مخه ونیول شي. د المان صدارعظم زیاته کړه چې مونږ د سیاسي تحولاتو په یوه ډیر مهم پړاو کې قرار لرو.

د دوو هیوادونو حل لاره یوه ورځ مخکې تر دې د مصر، قطر، متحده عربي اماراتو، اردن د بهرنیو چارو وزیرانو او یوه لوړپوړي فلسطیني چارواکي سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په لیدنه کې هم مطرح شوې وه.

د څلورو عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوه خپلواک فلسطیني هیواد د تشکیلولو او د دوو هیوادونو د حل لارې عملي کیدو په برخه کې د بیرته نه ستنیدونکو ګامونو پر پورته کولو ټینګار کړی وو.

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د دوو هیوادونو د حل لارې او په دې ترتیب په خپل ګاونډ کې د یوه مستقل فلسطیني هیواد د تشکیلیدو مخالف دی. له همدې امله په تیرو کلونو کې په دې برخه کې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا