1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا یو ځل بیا د بالستیک توغندیو ازموینه کړې

۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبه

دا ځل په شمالي کوریا کې کمیونیستي مشرتابه دوه د لنډ واټن بالیستیک توغندي فایر کړي دي. دا ازموینې په سیمه کې د متحدینو سویلي کوریا او متحده ایالاتو له خوا د تمرینونو سره موازي ترسره شوې.

https://p.dw.com/p/4PIBz
.د سویلي کوریا تلویزیون، د شمالي کوریا د ازموینو په اړه لکه د تيرې چهارشنبې په څير په پراخه کچه راپور ورکوي
.د سویلي کوریا تلویزیون، د شمالي کوریا د ازموینو په اړه لکه د تيرې چهارشنبې په څير په پراخه کچه راپور ورکويانځور: Lee Jin-man/AP Photo/picture alliance

د سویلي کوریا لوی درستیز وویل، چې دوه د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د شمالي هوانګای ولایت څخه د جاپان سمندر  ته توغول شوي. دواړو توغندیو د۳۷۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون ازمویلی

د جاپان ساحلي ګارد تایید کړه چې دوه توغندي په ډېر احتمال د هیواد له ځانګړي اقتصادي زون څخه د باندې ساحه کې لگيدلي دي. جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه  دوه توغنديو يو غير عادي مسير تعقيب کړی دی.

منزوي شوی هېواد شمالي کوریا له کلونو راهیسې د خپلو وسلو پروګرام پراخوي او له همدې امله د نړیوالو بندیزونو سره مخ دی. د بالستیک توغندیو ازموینه هم منع ده. دغه ډول توغندي کیدای شي په اتومي سرگلولو هم سمبال شی.

د جاپان انفوګرافیک نقشه، سویلي او شمالي کوریا او هوکایډو DE
د جاپان انفوګرافیک نقشه، سویلي او شمالي کوریا او هوکایډو DE

د سويلی کوریا پوځ بشپړ چمتووالی لري

په سیول کې، لوی درستیز دا هم وویل، چې د سویلي کوریا پوځ د لا زيات احتېاط څه کار اخلي، بشپړ عملیاتي چمتووالی لري او د متحده ایالاتو سره نږدې همغږي لري.

امريکا او جنوبي کوریا ستر گډ پوځي تمرینات پیل کړي

دواړو متحدانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په تېرو پنځو کلونو کې په سیمه کې خپل تر ټولو لوی ګډ پوځي مانورونه بشپړ کړل. دوی اوس هم په سیمه کې ځینې تمریناتو ته دوام ورکوي.

په پيونگ يانگ کي مشرتابه دغه مانورونه څاري او دې ته پر شمالي کوريا د احتمالي بريد د چمتووالي په سترګه ګوري او توغنديزي ازموينی يې زياتې کړي دي. واکمن کيم جونگ اون په دي وروستيو کې د بېلا بېل واټن توغندي فاير کړل.  د شمالي کوريا د خپلو معلوماتو تر اوبو لاندې يو ډرون هم ازمویل شوی دی.