1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون ازمویلی

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

شمالي کوریا د امريکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا د نظامي مانورو سره موازي، کابو هره ورځ د نويو آزموينو خبر ورکوي. دا ځل یې ښايي تر اوبو لاندې يو ډرون په اتومي سرګلولې سمبال کړی دی.

https://p.dw.com/p/4PAn0
Südkorea, Seoul | TV-Berichterstattung über Militärische Tests von Nordkorea
انځور: Lee Jin-man/AP/picture alliance

منزوي شوی هېواد شمالي کوریا وايي، تر اوبو لاندې اټومي ډرون یې تجربه کړې ده. د «کې سي ان ای» دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې دا نوې وسله کولی شي «راډیو اکټیو سونامي» رامنځ ته کړي او کښتۍ او بندرونه ویجاړ کړي. زياته شوې چې «دا تر اوبو لاندې اټومي ډرون په هر ساحل یا بندر کې ځای په ځای کیدی شي او يا د کښتۍ له لارې عملياتو ته انتقال کيدلی شي.« زياته شوېشمالي کوریا د اټومي جګړې تمرین کړی چې د شمالي کوريا پوځ د یوه تمرین په ترڅ کې د وسلو دا سیسټم ازمویلی دی.

شمالي کوریا د اټومي جګړې تمرین کړی

د «کې سي ان ای» خبري آژانس په حواله دا »محرمه وسله« د شمالي کوريا له ختيځ ساحل څخه اوبو ته ښکته کړل شوې او د پنجشنبې په ورځ یې اتومي سرګلوله ته چاودنه ورکړل شوې ده. ياد آژانس زياته کړې چې

 په هغه وخت کې، ډرون د ۵۹ ساعتونو څخه زیات وخت لپاره له۸۰ څخه تر ۱۵۰ مترو پورې تر اوبو لاندې وه.

شمالي کوریا، تر اوبو لاندې د ډرون ازموین
شمالي کوریا، تر اوبو لاندې د ډرون ازموینانځور: Yonhap/picture alliance

ويل شوي چې د شمالي کوريا د پوځ مرکزي کمیسیون د مانورونو ترسره کولو امر کړی چې «له حقیقي اټومي بحران څخه دښمن ته خبرداری ورکړي او د خپل ځان د دفاع لپاره د اټومي ځواک اعتبار وارزوي.»

یوازې د چهارشنبې په ورځ، شمالي کوريا له خپل ختیځ ساحل څخه څلور کروز توغندي وتوغول. د سویلي کوریا د دفاع وزیر لی جونګ سوپ په سیول کې پارلمان ته وويل، چې شمالي کوریا د تاکتیکي لارښود توغندیو سیسټمونو لپاره د اټومي سرګلولو د حجم په کمولو کې «د پام وړ پرمختګ» کړی دی. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د شمالي کوریا اټومي وسلې ګټې پورته کولو ته نږدې دي، لی وویل چې دغه وسلې «د پام وړ مرحلې» ته رسیدلي دي.

شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي آزمویلي

په دې وروستیو کې د کوریا په ټاپو وزمه کې پوځي ترينګلتيا خورا زیاته شوی ده. د کیم جونګ اون په مشرۍ په پیونګ یانګ کې کمیونیست مشرتابه په مکرر ډول په سیمه کې د نظامي تاوتریخوالي ګواښ کړی دی.

 د شمالي کوریا د پرله پسې پارونکو بریدونو په ترڅ کې سويلي کوریا او امریکا په پنځو کلونو کې خپل تر ټولو لوی ګډ پوځي تمرینونه وکړل چې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدل. په پیونګ یانګ کې مشرتابه د «ازادۍ ډال ۲۳» په نامه دې تمرینونه ته د احتمالي يرغل له پاره د چمتووالي په سترګه ګوري او خپل د توغندیو ازموینې ډېرې کړې دي.

زموږ له ارشيف څخه: