1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

شمالي او جنوبي کوریاګانو یو بل سخت ګواښلي دي

۱۴۰۲ دی ۲۶, سه‌شنبه

شمالي کوريا له جنوبي کوریا سره خپل د همکاریو درې مهم مسئول سازمانونه لغوه کړي. کيم ويلي دي چې مصالحه نوره ممکنه نه ده.

https://p.dw.com/p/4bJpQ
د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون - KCNA/REUTERS
د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون - KCNA/REUTERSانځور: KCNA/REUTERS

د شمالي کوریا دولتي رسنيو د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د دغه هېواد رهبر، کیم جونګ اون، د درو مهمو حکومتي سازمانونو فعالیتونه کوم چې له جنوبي کوریا سره د مناسباتو د تنظیمولو په برخه کې کار کوي، لغوه کړي دي. دواړه کورياوې اوس په «یوسخت تقابل» کې سره راګېرې شوي دي.

د کوریا مرکزي خبري آژانس (KCNA) وویل له جنوبي کوریا سره د مناسباتو او همکاريو په برخه کې د فعالیت لرونکو سازمانونو د لغوه کولو دغه تصمیم د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا پارلمان له لوري د پلاستيکی مهر په لګولو سره ونيول شو.

د خلکو عالي جرګې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «د هېواد د سوله ايز بیا اتحاد له پاره کمېټه، د اقتصادي همکاریو ملي بيرو او د توریزم نړېواله اداره (ماونت کومګانګ) کوم چې د (شمال-جنوب) تر منځ د دیالوګ، مذاکراتو او همکاریو له پاره ایجاد شوي، لغوه دي.»

په اعلاميه کې زياته شوې چې په پلازمينه پیونګ یانګ کې به حکومت د دغه تصمیم د اجرا له پاره «عملي اقدامات» ترسره کړي.

د آرشیف انځور -  شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې د جنوبي کوریا د هر ډول لمسوني اقدام پر وړاندې به شدید غبرګون ورښي، جنوبي کوریا هم ورته خبرداری ورکړی
د آرشیف انځور - شمالي کوریا خبرداری ورکړی چې د جنوبي کوریا د هر ډول لمسوني اقدام پر وړاندې به شدید غبرګون ورښي، جنوبي کوریا هم ورته خبرداری ورکړیانځور: KCNA VIA KNS/AFP

جرګې ويلي چې دواړه کوریاګانې اوس په يو «سخت تقابل» کې سره راګيرې دي او زیاته کړې ېې ده چې دا به د شمالي کوریا له پاره یوه شدیده تېروتنه وي که چېرته جنوبي کوریا خپل د ديپلوماسۍ یو شريک وګڼي.

د شمالي کوریا دغه تازه اقدام، په سيمه کې د وروستيو هغو اقداماتو د مجموعې یوه برخه ده چې د توپخانې او توغندیو پوځي تمرینات هم په کې شامل دي، هغه اقدامات چې په سیمه کې وضعیت ورسره لا پسې ترينګلي شوی دی.

د شمالي کوریا رهبر، کیم جونګ اون، غوښتي چې جنوبي کوریا دې د «تر ټولو متخاصم دولت» په توګه په نظر کې ونیول شي.

د یاد کوریايي خبري آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې کیم همدارنګه ويلي دي چې شمالي کوریا به د دواړو هېوادونو تر منځ دې فاکتو سمندري پوله (Northern Limit Line) په رسميت ونه پېژنې او په اساسي قانون کې ېې د بدلون غوښتنه کړې ده. دغه کار د جګړې په صورت کې شمال ته د جنوب د «قبضه کولو» اجازه په لاس ورکولی شي.

کیم د خلکو عالي جرګې ته په یوه وينا کې د داسې نوو قانوني اقداماتو د تدوين غوښتنه وکړه چې په هغو کې شمالي کوريا «تر ټولو متخاصم دولت» په توګه تعریف شي.

د جنوبي کوریا ولسمشر، یون سوک یول، ويلي که شمال، کوم لمسون ته لمن وهي، سیول به ېې «په کراتو له ډېر قوت سره»، په شا تمبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر، یون سوک یول، ويلي که شمال، کوم لمسون ته لمن وهي، سیول به ېې «په کراتو له ډېر قوت سره»، په شا تمبوي انځور: Tatan Syuflana/AP Photo/picture alliance

د شمالي کوریا رهبر وويل: «زما په نظر، موږ کولی شو د آر او کې (د کوریا جمهوریت) د بشپړ ولکې، تابع کولو او بېرته نېولو موضوع په خپل اساسي قانون کې مشخصه کړو او په کوریايي نيمه ټاپو کې د جګړې د رامنځ ته کېدو په صورت کې ېې د خپل جمهوریت خاورې د یوې برخې په توګه الحاق کړو.»

هغه زیاته کړه: «که د کوریا جمهوریت حتی زموږ پر خاوره، هوا او اوبو کې د صفر اعشاریه صفر صفر ملي متره سرغړونه هم وکړي، نو هغه به یوې جګړې ته لمسون په نظر کې نيول کیږي.»

د جنوبي کوریا غبرګون

جنوبي کوریا هم ورته غبرګون ښودلی دی. د جنوبي کوریا ولسمشر، یون سوک یول، له خپلې کابېنې سره په خبرو کې وويل که چېرته د اتومي ځواک درلودونکی هیواد، شمال، کوم لمسون ته لمن وهي، سیول به ېې «په کراتو له ډېر قوت سره»، په شا تمبوي.

د جنوبي کوریا ولسمشر په دغه غونډه کې چې پر تلویزیون خپرېده د خپل هېواد د پوځ پراخې وړتیا ته په اشارې سره وويل: «که شمالي کوریا کوم پاروونکی اقدام وکړي، موږ به په کراتو له ډېر قوت سره غچ اخلو.»

 mks/nz/dvv/wd (AFP, AP)

له آرشیف څخه (28.10.2019):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل