1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سېلابونو په اندونیزیا کې ۵۸ کسان وژلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

د اندونیزيا په سوماترا جزيره کې وروستیو سيلابونو ۵۸ کسان مړه کړي. چارواکي وايي په لسونو کسان لادرکه دي چې د ژغورونکو له خوا ېې لټون ادامه لري. د تېرې اوونۍ په پای کې شدیدو سيلابونو او سړې هوا سېمې لاندې او کورونه وړي دي.

https://p.dw.com/p/4frZO
اندونیزیايي چارواکي وايي په لسونو کسان لادرکه دي چې د ژغورنکو له خوا ېې لټون ادامه لري
اندونیزیايي چارواکي وايي په لسونو کسان لادرکه دي چې د ژغورنکو له خوا ېې لټون ادامه لريانځور: Antara Foto/Reuters

د شنبې په ورځ د اندونیزيا په سوماترا کې د ساعتونو له پاره شديد بارانونه د خټو او ډبرو د ښویدو سبب شول چې په لسونو کورونه ېې له ځانه سره وې وړل او سړکونه او مسجدونه ېې تخریب کړل. سوماترا د اندونیزیا د تر ټولو آتشفشان لرونکو سيمو څخه یوه ده.

د اندونیزیا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر سوهاریانتو د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې «د وروستیو معلوماتو پر اساس، د مړو شوو کسانو شمېر ۵۸ دی.»

هغه زیاته کړې چې ۳۵ کسان لادرکه دي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. د سه شنبې په ورځ ځايي سرچينو د لادرکه شوو کسانو شمېر ۲۲ ښودلی وو.

د اندونیزیا په سوماترا کې د تېرې اوونۍ په پای کې شدیدو سيلابونو او سړې هوا سېمې لاندې او کورونه وړي دي
د اندونیزیا په سوماترا کې د تېرې اوونۍ په پای کې شدیدو سيلابونو او سړې هوا سېمې لاندې او کورونه وړي ديانځور: Aditya Sutanta/abaca/picture alliance

سوهاریانتو زیاته کړه چې سيلابونو د شپږو ولسواليو ترانسپورتي خدمات اغيزمن کړي او د سيمې د پاک کارۍ په موخه درنې مشينرۍ په کار اچول شوي دي.

 ژغورونکي وايي چې ډېر جسدونه د سيندونو په منځ او اطرافو کې موندل شوي دي. دوی وايي چې آتشفشاني توکو، خټو او وروښتونو سيمې لاندې کړې او ځايي خلک ېې له ځانه سره وې وړل.

د فرانسې خبري آژانس پر اساس، ۳۳۰۰ کسان تخلیه شوي دي. اندونیزيا د موسمي ورښتونو پر مهال د ځمکې ښوېدنې پېښو او سېلابونو رامنځ ته کېدو ته مساعد طبعیت لري.

(AFP)mks/nz

افغانستان کې سېلابونه؛ له آرشیف څخه یوه وېډيو:

ننګرهار کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل