1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمسومالیا

سومالیا: په ځانمرګي برید کې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۱۴۰۲ مهر ۲, یکشنبه

د سومالیا د هیران ولایت په مرکز کې یوه موټر بم ته د انفجار ورکولو په پيښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او لسګونو نور ټپیان دي. سومالیا د افریقا په ختیځ کې موقعیت لري چې د افراطي اسلامپالو مرکز ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/4Wk5F
Somalia Anschlag | Explosion in Beledweyne
انځور: AP Photo/picture alliance

د رپوټونو په حواله د شنبې (د سپټمبر ۲۳ نیټه) په ماښام د اتیوپيا سرحد ته نږدې د سومالیې په یوه ښار کې شدیده چاودنه رامنځته شوه چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیمه یزو سرچینو په حواله د سومالیې د هیران ولایت په مرکز بلد دین ښار کې د پولیسو د تالاشۍ پر یوې پوستې د موټر بم په وسیله ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۳ وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

بریدګر له یوه پيک آب ډوله موټر سره چې په چاودیدونکو توکو بار و، د پلیسو پر مرکز برید کړی او د چاودنې شدت دومره زیات وو چې شاوخوا ودانۍ یې هم ویجاړې کړي دي.

تر خرابو لاندې د دغه برید په احتمالي مړو او ټپیانو پسې لټون له څو ساعتونو راهیسې دوام لري او کیدای شي د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د هیران والي عبدالله احمد مالیم، دغه ځانمرګی برید یو وحشیانه عمل بللی دی او ویلي یې دي چې د پيښې ځای شاوخوا ډیرې ودانۍ ویجاړې شوي دي.

تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې انتحاري برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. د سومالیې پوځ تیر کال د الشبات ترهګرې ډلې پر وړاندې په هیران او یو شمیر نورو سیمو کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

الشباب اطرافي اسلامپاله ډله القاعده ترهګرې شبکې ته نږدې یوه ډله ګڼل کیږي او په دې وروستیو کلونو کې یې په سومالیا کې د ډیر شمیر ترهګریزو بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

الشباب ډله او په سومالیا کې ترهګریز عملیات

نږدې یو کال مخکې د سومالیا پلازمېنه موګادیشو په نږدې یو وخت کې د دوو انتحاري بریدونو شاهده وه چې په ترڅ کې یې تر ۱۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۰۰ تنه ټپیان شوي وو.

د سومالیا حکومت وایي چې په دې وروستیو اونیو کې یې د الشباب ډلې پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کړي دي او ډیر تلفات یې ور اړولي دي.

سومالیا د نړۍ یو له بې وزله هیوادونو څخه دی چې د څو کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل او د افراطي اسلامپاله ډلو بغاوت په کې روان دی.

ولسمشر حسن شیخ محمود، چې د تیر کال د می میاشتې راهیسې یې واک په خپل لاس کې نیولی دی هڅه کوي په دې بحران ځپلي سیمه کې ثبات رامنځته کړي.

نوموړي د تیر کال په سپټمبر میاشت کې د افریقایي اتحادیې او د امریکا متحده ایالاتو د هوایي ځواکونوپه ملاتړ د الشباب ډلې پر وړاندې د تعرضي بریدونو امر صادر کړ.

د دغو عملیاتو په پایله کې د سومالیا دولتي ځواکونو ډیرې سیمې د ترهګرو له موجودیت څخه پاکې کړي دي، خو د الشباب افراطي ډلې جنګیالي اوس هم په لیري پرتو کلیو کې شتون او نفوذ لري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص