1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسومالیا

سومالیا: د الشباب په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي

۱۴۰۱ مرداد ۲۹, شنبه

په سومالیا کې د الشباب په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. الشباب ترهګرې ډلې په داسې حال کې چې د دغه برید مسوولیت ېې منلی، بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4Foym
Somalia - militante Übernahme von Hotel in Mogadischu
انځور: REUTERS

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د پولیسو او عیني شاهدانو په حواله راپور ورکړی چې د جمعې په شپه (اګست ۱۹) د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې پر یوه هوټل د اسلامپالو وسله والو د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

په دغه بريد کې چې پر حيات هوټل باندې وشو، ګڼ شمېر نور کسان ټپيان شوي او امنيتي ځواکونو د يوه ماشوم په ګډون ډېر کسان وژغورل.

تر اوسه د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

الشباب ډلې تر دې برید یوه شپه مخکې د موګادیشو پر هوايي ډګر په برید کې یوه مور او د هغې څلور ماشومان ووژل.