1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سوريه: د داعش په حمله کې ۱۱ کسان وژل شوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د بشري حقونو یو سازمان وايي چې په سوريه کې د داعش ډلې په یوه بريد کې لږ تر لږه ۱۱ کسان چې اکثریت ېې ملکيان دي وژل شوي دي. د نيجر دفاع وزارت بیا د وسلوالو په یو کمين کې د خپلو ۱۳ سرتيرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4NNwL
د آرشیف انځور - د سورې حمص
د آرشیف انځور - د سورې حمصانځور: picture-alliance/dpa/V. Sharifulin

د فرانسې خبري آژانس له بېروت څخه ليکي چې دغه برید د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۱مه شوی چې پړه ېې پر داعش وراچول شوې ده.

د سورېې د بشر حقونو څخه د څار سازمان چې مقر ېې په لندن کې دی وويل چې د «اسلامي دولت» په نوم ډلې یا داعش «د یکشنبې په ورځ د حمص په ختيځه څنډه پلمیرا کې پر شاوخوا ۷۵ کسانو چې د مرغيړيو پر راټولو بوخت ول برید کړی دی.»

د سورېې پر سرحدي پوستو د ترکېې بمبارۍ؛ ۱۷ کسان وژل شوي

 سرچېنې زیاته کړې چې په دغه برید کې د ېوې ښځې په ګډون ۱۰ ملکيان او د (سوريايي) رژيم یو افسر وژل شوي او پاتې نورو کسان لادرکه دي.

د یو بل خبر له مخې د نيجر دفاع وزارت وايي چې د دغه هیواد په جنوب غرب او د مالي سرحد ته نژدې سيمه کې د ېوې شکمنې «وسلوالې تروریستي» ډلې په کمين کې ېې لږ تر لږه لس سرتيري وژل شوي دي.

د نیجر په دښته کې په لسونو مهاجر له تندي مړه شوي

د نیجر دفاع وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې کېدای شي د جمعې ورځې برید د تلفاتو شمیر نور هم لوړ شي، ځکه ۱۶ عسکر لا هم لادرکه دي. په دغه پېښه کې ۱۳ نور عسکر ټپيان شوي هم دي. اعلاميه وايي دغه عسکر پر ګزمه بوخت ول چې د یوې وسلوالې تروریستي ډلې چې اشاره ېې جهادي ډلو ته وه، پر کمين واوښتل. په اعلاميه کې ادعا شوې چې د نښتې په جریان کې یو شمیر حمله کونکي هم وژل شوي، خو د هغو شمیر ېې نه دی ښودلی.

بورکینا فاسو: په یوه حمله کي ۱۱ کسان وژل سوي دي

دغه حمله د نیجر په پراخې غربي سیمې تيلابري کې واقع شوې چې د بورکينا فاسو او مالي سرحدونو ته نژدې پرته ده. یاد دوه هیوادونه له ۲۰۱۷م کال راهیسې د القاعده او داعش ډلې پورې اړوندو وسلوالو ډلو د پر له پسې بریدونو شاهد پاته شوي دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب