1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

سوریه: د ترکيې په بمباريو کې ۱۷ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبه

ترکيې د سه شنبې په ورځ د سورېې پر سرحدي پوستو پرله پسې بمبار کړی دی چې پکې ۱۷ کسان وژل شوي دي. د سورېې حکومت ترکيې ته د ځوابي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Fe6i
Türkei Militärübung der Streitkräfte "Feuer frei"
انځور: Evrim Aydin/AA/picture alliance

بشري حقونو باندې د څار يوه سازمان، «سيريئن آبزرويتري فار هيومين رايتس»، په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د ترکيې هوايي قواوو د «ترکيې سرحد ته نژدې د سورېې د پوځ پر څو پوستو حملې کړي چې په ترڅ کې يې ۱۷ جنګيالي وژل شوي دي.»

په اعلاميه کې ويل شوي نه دي چې وژل شوي، د سورېې حکومتي ځواکونه دي یا د کردي پوځ اړوند دي.

په عین وخت کې د سورېې دولتي خبري آژانس، سانا (SANA)، د پوځي منابعو له قوله ويلي دي چې د ترکېې په دغو هوايي حملو کې د وژل شوو کسانو په ډله کې لږ تر لږه د سورېې د پوځ ۳ عسکر شامل دي او ۶ نور ټپیان دي. سانا زیاته کړې: «زموږ پوځي ځواکونو باندې نظارت کوونکي دې په ټولو جبهو کې پر هرې پوځۍ پوستۍ هر ډول حملې ته په مستقیم او فوري توګه ځواب ورکړي.»

دغه حملې د کردانو تر کنټرول لاندې سیمې کوبان ته نژدې شوي دي، چيرته چې تیره شپه هم د ترکېې پوځ او د کرد په رهبرۍ د سورېې ديموکراتيک ځواکونو (اس دي ایف) تر منځ نښتې شوې وې.

د ترکېې دفاع وزارت ويلي دي چې کردي ځواکونو تیره شپه د ترکېې په داخلي علاقو کې هم حملې کړي دي چې پکې د پوځ لږ تر لږه یو عسکر وژل شوی دی.

د ترکېې دفاع وزرات په اعلاميه کې زیاته شوې چې «انقرې د سورېې خاورې په منځ کې ځوابي حملې کړي چې پکې ېې ۱۳ تروریستان وژلي. په دغه سیمه کې اوس هم عملیات ادامه لري.»

د ویلو ده چې انقره، کردي جنګیالي تروریستان بولي. ترکېې پر دغې موضوع د جولاي پر ۱۹مه له ایران او روسېې سره په ډیره لوړه سطحه خبرې اترې درلودې، خو ناکامې شوې. تر دغې غونډې وروسته ترکېې، د سورېې د کردي جنګياليو تر کنټرول لاندې سیمو کې خپلې حملې چټکې کړې.

ترکېې د سه شنبې په ورځ په یوه جلا اقدام کې په دغه سیمه کې د ډرون حملې هم کړي چې لږ تر لږه ۴ کسان پکې وژل شوي دي.

په خپله (اس دي اف) هم ويلي دي چې تر جولای وروسته د ترکېې په حملو کې د دوی ۱۳ غړي وژل شوي دي.

ترکېه د سورېې د ولسمشر، بشار الاسد مخالفت کوي او د هغه د راپرځولو په خاطر د یاغیانو ملاتړ کوي. ترکېې همدارنګه د سوريايي مهاجرو پر مخ خپلې دروازې پرانیستي پريښي دي. د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اوغلو، تیره اوونۍ د سورېې حکومت او اپوزيسیون ترمنځ د مفاهمې وړانديز کړی وو. د هغه دغه څرګندونو ته د اسد رژيم پر وړاندې د انقرې په زاړه خصومت کې د کموالی راتلو په سترګه کتل کيږي، خو سورېايي اپوزيسيون او ياغي ډلې پرې ناراضه دي.