مکین له افغانستان څخه د وتلو پلان د ارزولو غوښتنه وکړه
۱۳۹۴ تیر ۱۳, شنبهدغه جمهوري غوښتونکي سناتور په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په زړورتیا جنګیږي خو په عین حال کې یې په منځ کې د تلفاتو کچه هم لوړه ده.
اوس مهال په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه په جګړه کې مستقیمه ونډه نه اخلي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته سپارل شوي دي. د پلان له مخې به د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو شمیر لا پسې راکم شي خو جان مکین ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید په دې هیواد کې د شرایط پر اساس وي: «د داعش له راپیدا کیدو او بیا د روان کال پسرلني بریدونو ته په کتو سره زما له نظره د ګواښ شرایط داسې د بدلون په حال کې دي چې ایجاب کوي د امریکا د اوسنې ادارې د وتلو مهال ویش له سره وارزول شي او په سیمه کې له شرایطو سرا برابر شي.»
سناتور جان مکین او افغان ولسمشر محمد اشرف غني، تروریزم افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو ګواښ وباله. له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې دواړو د ترهګرۍ پر ضد د اقدامات پر دوام باندې ټینګار کړی دی.