«د جلريز ولسوالۍ پنځه امنيتي پوستې طالبانو نيولي»
۱۳۹۴ تیر ۱۱, پنجشنبهاعلان
د ميدان وردگو ولايت د والي مرستيال ذاکر حسين سلطاني ويلي دي چي د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کي د چهارشنبې په ماښام د پوليسو پنځه پوستې وسله والو طالبانو نيولي دي.
هغه ويلي دي چي په دغه سيمه کي نن پنجشنبه هم سخته جگړه روانه وه او ده.
سلطاني زياته کړې ده چي د سړک د غاړي يو ماين د افغان امنيتي ځواک دوه زغروال ټانکونه هم ويجاړ کړي دي.
بله خوا بيا وسله والو طالبانو د يوې وينا پاڼي په خپرولو سره منلې ده چي په جلرېز ولسوالۍ کي ئې د پوليسو پر پوستو يرغل کړی دئ.
دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي په دغه جگړه کي چي له پرون راهيسي روانه ده څومره وسله وال طالبان او ملکي کسان وژل سوي دي.
ميدان وردگ ولايت کابل ته د تگ يوه دروازه بلل کيږي او په ليري پرتو ولسواليو کي ئې وسله وال طالبان فعال دي.