1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سراج الدین حقاني: اوسنی وضعیت د زغملو نه دی

۱۴۰۱ بهمن ۲۳, یکشنبه

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزير، سراج الدين حقاني، د طالبانو پر رهبرۍ نیوکه کړې او ويلي ېې دي چې د «قدرت انحصار» او پر نورو د خپل فکر او غوښتنې تپل ګټه نه لري. هغه ټينګار کړی چې اوسنی وضعیت د زغملو نه دی.

https://p.dw.com/p/4NO5i
د طالبانو سرپرست داخله وزیر، سراج الدین حقاني
د طالبانو سرپرست داخله وزیر، سراج الدین حقانيانځور: Wakil Kohsar/AFP

داسې ښکاري چې د طالبانو د رهبرانو تر منځ مناسبات د هرې ورځې په تېريدو سره لاپسې علني کيږي.

د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدین حقاني چې د طالبانو په ډله کې یو کلیدي او بانفوذه څيره ده،  په خپلې يوې تازه وینا کې يې د طالبانو رهبري د «قدرت پر انحصار» تورنه کړې ده. هغه دغه څرګندونې په خوست ولایت کې له يوې مدرسې څخه د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

سراج الدین حقاني په خپله وینا کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي، ظاهراً د طالبانو پر ادارې نېوکه کوي چې نن ورځ خپل «ځانونه دومره حقداره بولي، خپله رایه او خپل فکر پرې دومره حاکم شوی چې [په نتيجه کې ېې] د ټول نظام چلينج کول، هدف کول، بدنام کول، منحصر کول... یو افتخار یوه رایه یو اساس جوړ شوی دی.»

حقاني: « د نړیوالو اصولو له مخې له امریکا سره دوستانه اړیکي غواړو»

د طالبانو دغه بانفوذه څيره د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وايي: «الله ج دې زموږ نیتونه او اعمال اصلاح کړي، دا حالات د برداشت نه دي.»

د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير چې د حقاني شبکې مشر هم دی، په دغه غونډه کې خلکو ته په خطاب کې وايي چې د حاکم مسئوليت خلکو ته ورنژدې کېدل دي. هغه وايي: «پرون زما یو مسئولیت وو، نن مې بل مسئولیت دی. د نن مسئولیت چې زه دلته لرمه، زه به ولس ځان ته رانژدې کوم.»

حقاني زیاتوي که ولس هر څومره نيمګړتیاوې هم لري باید د اصلاح له پاره ېې په مدبرانه توګه ښه چلند وشي او دا زموږ مسئولیت دی چې د خلکو پر زخمونو پټۍ کيږدو: «زموږ د شان سره، زموږ د فکر سره دا نه دي مناسب چې موږ دې سره د علمه، سره د دومره تکلیفو، مصیبتو بیا هم داسې اخلاق وښیو چې په خلکو کې منفور شو.»

ایا طالبان به د قطر غوښتنې ومني؟

 حقاني خلکو سره ناوړه چلند د دې سبب کيږي چې خلک له دین څخه نفرت وکړي. پر وینا کې چېرته خلک «له ما څخه نفرت کوي دومره بده نه ده، خو زه چې د کوم آدرس نمايندګي کوم د دغه آدرس عزت، عظمت او قدر په کار دی.»

سراج الدین حقاني چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنيدو سره د کورنیو چارو د سرپرست پوه توګه وګمارل شو، د میاشتو میاشتو له پاره ېې په رسنیو کې له راڅرګندېدو څخه ډډه کوله.
سراج الدین حقانی در پیوند به طراحی و سازماندهی حملات تروریستی علیه نیرو های امریکایی و ائتلاف در افغانستان، تاکنون در فهرست افراد زیر پیگرد پولیس فدرال ایالات متحده امریکا قرار دارد و بر سر گرفتاری وی ده میلیون دالر انعام گذاشته شده است.

ملاهيبت الله: پر موږ فشار نړۍ ته ګټه نه لري

حقاني په افغانستان کې د امریکايي او اېتلافي ځواکونو پر وړاندې د تروريستي حملو د طراحي کولو په تړاو، تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو د تعقيب لاندې کسانو په نوملړ کې شامل دی او د نېولو په سر ېې لس ميليونه ډالر انعام ايښی دی.

د هغه وروستۍ څرګندونې ظاهر ښيي چې د طالبانو په رهبرۍ کې ژور اختلافات موجود دي، هغه اختلافات چې طالبانو تل رد کړي دي. خو د سیاسي چارو یو شنونکی په دې هکله بل نظر لري او وايي چې دغه ډول څرګندونې د طالبانو له رهبرۍ سره په همغږۍ کيږي. د سیاسي چارو کارپوه، اسدالله نديم وايي: «د ټولنې په مقابل کې دوی په خپلو کې متحد دي ځکه هغوي پر عوايدو او قدرت باندې مین دي.»

تبصره: د طالبانو د خپل منځني اختلاف ګواښ څومره واقعي دی؟

ندیم زياتوي: «طالبان په خپلو داخلي سیاستونو کې همغږي دي. دا چې یو شمیر ېې متناقص نظرونه وړاندې کوي، دستوري دي. ځکه چې طالبان یو هدف لري، هغوی کوم ضد او نقیض سیاست چې غوره کړی، غواړې له نړېوالې ټولنې څخه ورباندې امتیاز واخلي.» د سیاسي چارو دغه کارپوه وايي ظاهر سراج الدين حقاني په دا ډول څرګندونو سره غواړي «خلک هیله مند کړي چې د طالبانو په منځ کې هم داسې څېرې شته چې له دغه وضعیت څخه ناراضه دي.»

دويچه وله دري/ش.ا/م.ک.ص./ا

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل