1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زيلنسکي: روسيه غواړي په اوږدمهاله جګړې موږ وځپي

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو پرله پسې بریدونو ته په کتو سره، ولسمشر زیلنسکي د روسیې له خوا د اوږدمهاله جگړې څخه خبرداری ورکوي. د هغه په خبره تر اوسه پوري د اوکراین پر ښارونو څه د پاسه ۸۰ ډرونونه رانسکور سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Lfac
Ukraine-Krieg - G20 - Wolodymyr Selenskyj
انځور: Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د دوشنبه په ماښام په خپلي ورځنۍ ویدیويي وینا کي وویل چي: «موږ داسي معلومات ترلاسه کړي چي روسیه د شاهد ډرونونو اوږدمهاله بریدونه پلان کړي دي.»

هغه وویل، روسیه غواړي په دې ډول موږ وځپي. زموږ خلک، زموږ دافع هوا او زموږ انرژي. خو موږ مجبوره یو او باید ټول تدابیر ترلاس لاندي ونیسو ترڅو د نورو په شان د ترهگرو دغه ډول هدفونه هم له ناکامۍ سره مخامخ کړو.»

ستولتنبيرګ د ډیرو وسلو د تولید غوښتنه کړې

د روسیې پوځ د کامیکازه په نوم داسي بې پیلوټه الوتکي کاروي چی د الوتني په پای کي په عمودي ډول پر خپلو هدفونو رالویږي. د ایران له خوا جوړ سوي دغه ډرونونه چي کرار هم دي، د دافع هوا له پاره که څه هم ساده هدفونه دي، خو په لویه پیمانه د دغو الوتکو کارول او په پرله پسې ډول د هغو څارل د اوکراین د دافع هوا له پاره یو ستر چلنج دی.

امنیتي کارپوهه: په ۲۰۲۳ کال هم په اوکراین کي جنګ نه ختمیږي

علاوه پردې د لگښت فکتور هم ور اضافه کیږي. له ارزان بیو برخو څخه جوړ سوي دغه ډرونونه باید په گران بیه تسلیحاتي سیستم رانسکوري سي. زیلنسکي وویل چي: «د کال له پیل راهیسي یوازي دوې ورځي تیري سوي دي. او پر اوکراین باندي د ویشتل سوو بې پیلوټه الوتکو شمیر څه د پاسه ۸۰ ته رسیږي.»

روسي پوځ دغه ډول الوتکي په تیره بیا د اوکرایني ښارونو پر خاوره کاروي تر څو د امکان ترحده د انرژۍ شبکې ته تاوان ورسوي.

GP/NZ/AG