1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

امنیتي کارپوهه: په ۲۰۲۳ کال هم په اوکراین کي جنګ نه ختمیږي

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

د جرمني د علم او سیاست د مؤسسې امنیتي کارپوهي، کلاودیا مایور په نظر په نوي ۲۰۲۳م کال کي هم په اوکراین کي د جنګ ختمیدل نه مشاهده کیږي.

https://p.dw.com/p/4Lc8n
Silvester I Russland Ukraine Konflikt I Kiew
انځور: Sergei Supinsky/AFP

په برلین کي د دغي مؤسسې د امنیتي مسایلو د تحقیقاتو دغي آمري د جرمني د تحریر هییت شبکې ته تیره چهارشنبه ویلي دي چي «جنګ به نور هم د ډیر وخت دپاره دوام پیدا کړي». هغې زياته کړې: «زه په راتلونکي کال د جنګ پر ختمدو باندي حساب نه کوم، په هغه صورت کي چي که د اوکراین سره زموږ نظامي حمایه په همدغه سطحه پاته سي».

په خبره یې اوکراین ډیرو تجهیزاتو ته ضرورت لري، تر څو پر روسیې باندي په قاطعانه ډول سره غالبه سي. هغې یوه الماني ټلویزوني چینل ته وویل، چي « که د روسیې د مخابراتي، لوژیستیکي او هغې د رهبرۍ سره مبارزه کول غواړي، بیا نو دغه هیواد ډرون، توپخانې او د لیري فاصلې راکټونو دفاعي او تعرضی سیسټم ته ضروت لري.» او که غواړي «نوري منطقې ازادي کړي، بیا نو هغوی ډیرو جنګي او دفاعي ټانکونو ته هم ضرورت لري».