1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي: «تر هیڅ سيمې به تېر نه شم»

۱۴۰۱ خرداد ۵, پنجشنبه

د اوکراين ولسمشر روسیې ته د سولې په موخه د ځينو سيمو د ورکړې وړاندیزونه په کلکه رد کړي دي. په دې منځ کې د روسیې ولسمشر هڅه کوي چې د امتيازاتو په ورکړې سره خپل ولس راضي وساتي.

https://p.dw.com/p/4BtY2
Ukraine Präsident Selenskyj
انځور: Sarsenov Daniiar/Ukrainian Presidency/IMAGO

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي هغه وړانديز چې د کيف حکومت دې د جګړې پای ته رسولو له پاره روسیې ته له ځينو سيمو تېر شي، په کلکه رد کړی دی. نوموړي ولس ته په خپل ويديویي پېغام کې وويل: «د روسیې دولت که هر څه کوي، تل به داسې کسان موجود وي چې وايي به: راځئ چې ګټې یې په نظر کې ونيسو.»

نوموړي په دې څرګندونو سره د داووس په اقتصادي فورم کې د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو پخواني وزير هينري کېسنجر وړاندیز ته اشاره وکړه. کېسنجر تر دې د مخه د فيبرورۍ تر ۲۴مې نیټې [پر اوکراین د روسيې تر يرغل مخکې] د حالت بيرته پلي کولو ته په اشارې سره د «Status quo ante» يا مخکني حالت ته د ستنېدو څخه خبره کړې وه. هغه وخت روسیې د کريميا نيمه ټاپو په رسمي توګه او د اوکراين په ختیځ کې د لوهانسک او دونیڅک سيمې په غير رسمي توګه کنترولولې.

دا چې اوکراين روسیې ته له کريميا نيمه ټاپو څخه تېر شي چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې الحاق کړی وو، د زيلنسکي له پاره د منلو وړ نه ده. نوموړي وويل: «هغه کسان چې اوکراين ته مشوره ورکوي چې روسیې ته يو څه [سيمې] ورکړي، دغه «ستر سياسي شخصيتونه» هيڅکله عادي انسانان نه ويني لکه عادي اوکراينيان او غواړي هغه په میليونو کسان چې په دغه سيمه کې ژوند کوي، په يوه خيالي سوله غلط کړي.»

د اوکراين د ولسمشر يوه مشاور مېخايلو پودولياک تر دې مخه د تويتر له لارې غبرګون ښوولي وو: «په څومره ساده توګه چې ښاغلی کېسنجر د جګړې د ختمولو په موخه اوکراين ته وړاندیز کوي چې روسیې ته د خپلې خاورې يوه برخه ورکړي، آیا [په همدومره ساده توګه به] ليتوانيا او پولند هم [روسیې ته] ورکړي.»

روسي پوځونه د سيورودنيڅک څنډو ته رسېدلي

د اوکرايني پوځ د معلوماتو په حواله د لوهانسک سيمې سيورودونيڅک او ليسيچانسک ښارونه اوس په دوامداره توګه د روسي ځواکونو له خوا په نخښه کيږي. ګورنر سېرګي ګايدای زياته کړې چې روسیه په دې موخه د درنو وسلو او هوايي بريدونو څخه کار اخلي. په سيورودونيڅک ښار کې جګړه حتی د ښار څنډو ته رسيدلې ده. نوموړي وويل: «روسي ځواکونه دومره نزدې شوي چې هغوی پر دې سیمه د هاوان مرمۍ فایر کولی شي.»

Ukraine Severodonetsk
سيورودنیڅک په دومداره توګه تر بريدونو لاندې ديانځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images

روسیې د سيورودونيڅک په شا او خوا سيمو کې په تېرو څو ورځو کې تهاجمي عمليات په شدت سره پراخ کړي دي. دا او ګاونډي ښار یې ليسيچانسک د لوهانسک د سيمې وروستۍ منطقې دي چې اوس هم د روسي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.

کيف: د دونباس پر ۴۰ ښارونو يرغل شوی

د اوکراين د معلوماتو له مخې د روسیې ځواکونو په دونباس سيمه کې تر څلويښتو ډېرو ښارونو بريدونه کړي دي او په دې توګه له ختیځ څخه د ملکيانو د وتلو وروستۍ لار هم ګواښي.

د اوکراين پوځ د فيسبوک له لارې ويلي چې په لوهانسک او دونيڅک سيمو کې تر ۴۷ زيات ملکي تاسيسات ويجاړ شوي او يا هم زيانمن شوي دي. په دې ځایونو کې ۳۸ د استوګنې کورونه او يو ښوونځی شامل دی.

د اوکراين په ختیځ دونیڅک سيمه کې د روسي پلوه بيلتون غوښتونکو مشر دينس پوشيلين په دونباس کې د روسيې د پوځي عملياتو د چټکولو غوښتنه کړې ده. نوموړي د ريا نووستي خبري آژانس سره په خبرو کې وويل چې د اوکراين حکومت د دغه سيمې پر شمالي ښارونو اوبه قطع کړي دي.

پوتين د تقاعد او ټولینزو مرستو د ډېريدو اعلان وکړ

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين په هېواد کې د پرمخ پر لوړیدونکي انفلاسيون او له دې کبله د توکو د رانيولو د توان کمېدو ته د ځواب ويلو په موخه د جون له لومړۍ نیټې څخه د تقاعد او ټولنیزو مرستو د لوړولو اعلان کړی دی. ويل شوي دي چې لږ تر لږ مزد به هم لس سلنه لوړ کړای شي. همدا راز به هغه پوځيانې چې کوچني ماشومان لري، هم د نورو په پرتله ډېرې پېسې ترلاسه کوي.

اوکراين وايي په ختيځ کې ېې د روسي قواوو حملې پر شا تمبولي

د پوتین په حواله به د تقاعد په برخه کې اقدامات د تقاعد پېسې دومره لوړې کړي چې د انفلاسيون ځواب به وويلې شي. په اپريل مياشت کې په دغه هيواد کې د انفلاسيون کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷،۸ سلنه ته رسېدلي وه او په دې توګه په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو لوړه وه.

د روسیې پر وړاندې د لوېديځ د کلکو بندیزونو تاثيرات د دغه هيواد پر اقتصاد اوس په کرار کرار ليدل کيږي. د ريکارډ کچې انفلاسيون او د ډېرو خلکو له خوا د کار د مودې کمولو له وجې د روسانو د خريدارۍ توان کم شوی دی.

د روسیې حکومت اټکل کوي چې په ۲۰۲۲م کال کې به ناخالص کورنی توليد ۸،۸ فيصده راکم شي. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې مرکزي بانک بيا تر ۱۰ سلنه کمښت وړاندوينه کړې ده.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, ap, rtr)