1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين وايي په ختيځ کې ېې د روسي قواوو حملې پر شا تمبولي

۱۴۰۱ خرداد ۲, دوشنبه

اوکراین وايي په ختيځ کې يې د روسي قواوو وروستۍ حملې پر شا تمبولي دي. روسېې ادعا کړې چې د اوکرايني ځواکونو يو واحد ېې له منځه وړی دی. پولند روسېې سره د ګازو تړون لغوه کړ او اوکراین کې ېو روسي عسکر محاکمه شوی.

https://p.dw.com/p/4Bk3v
Ukraine | Krieg | ausgebrannter Panzer in Kiew
د کیف په لويديځ کې د روسېې يو سوځيدلي ټانک د اپریل ۷مې انځور ۲۰۲۲انځور: Genya Savilov/AFP/Getty Images

اوکراین د دوشنبې په ورځ وويل چې د هیواد په شمال کې يې پر يوه ښار د روسي ځواکونو وروستۍ حملې پر شا تمبولي دي. اوکراین وايي وروسته له هغې چې روسي ځواکونو تیره اوونۍ د ماريوپول مهم بندري ښار تصرف کړ، اوس په ختيځ کې پروت ښار د مسکو مهم هدف ګرځيدلی دی. رويټرز چې په دې اړه ېې رپوت ورکړی، د دغه ښار نوم ېې نه دی ‌‌‌ذکر کړی، خو د اوکراین په ختيځ کې پراته مهم ښارونه، دونتسک، خارکيف او لوهانسک دي.

په عین وخت کې د روسېې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراين يو پوځي واحد چې په کې د امريکا ساخت M777 ډوله توپونو ول، له منځه ېې وړی دی. د تاس خبري آژانس په حواله، د روسېې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چې په توره بحیره کې د دوی ېوې جنګي بيړۍ د اوکرایني تجهیزاتو د په نخښه کولو په مقصد څلور کاليبر ډوله توغندي وار کړي دي.

د روسېې د دفاع وزارت همدارنګه ويلي دي چې د دوی ځواکونو د آزوفستال صنعتي برخې د ماينونو او کثافاتو له شتونه پاکې کړې دي. په ماريوپول ښار کې د فولادو آزوفستال کارخانه، د اوکرايني عسکرو تر ټولو وروستی قوی سنګر وو چې وروسته د څو اونیو مقاومت، تیره اوونۍ روسانو ونیو. رويټرز وايي چې د روسېې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تصدیقولی.

پولند د روسېې د ګازو تړون پای ته رسولی

اوکراین او پولند د يو مشترک سرحدي ګمرک او د اورګاډي د یو مشترک شرکت پر کار توافق کړی دی. د دغه اقدام هدف د خلکو په تګ راتګ کې د سهولت ایجادول او د اوکرايني صادراتو ډیريدل ښودل شوي دي.

پولند همدارنګه تصمیم نیولی چې له روسېې سره د ګازو د یمال پايپ لاین بین الحکومتي تړون پای ته ورسوي.

دغه خبره د پولند د اقلیم وزيرې انا ماسکوا کړې ده. هغې وويل: «پر اوکراین باندې د روسېې يرغل د پولند حکومت د دغه تصمیم صحت والی تائيد کړ چې د روسېې له ګازو څخه په بشپړه توګه خپلواک شي. موږ تل پوهيدو چې ګازپروم يو د اعتماد وړ شريک نه دی.»

رويټرز بل ځای ليکي چې پولند د دوشنبې په ورځ دغه تړون پای ته ورساوه. وارسا وروسته له هغې په دغه کار لاس پورې کړ چې د روسېې هغه غوښتنه چې د ګازو په بدل کې دې روبل ورکړي، رد کړه. په اپریل میاشت کې مسکو د وارسا د دغه دريځ په ځواب کې د ګازو د قطع کولو خبره کړې وه.

بوریس جانسن او ولادیمیر زیلنسکي خبرې کړي

په ورته وخت کې د بریتانیا د ډاونینګ سټريت یوه ویاند وويل چې صدراعظم بوریس جانسن د اوکراين له ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکي سره د اوکراین د کښتیو بندر اودیسه پر سر چې د روسېې له خوا محاصره دی، خبرې کړي دي.

جانس وويل چې هڅې ېې دوه برابره کړي تر څو د اوکراین خلکو ته حیاتي خوراکي مواد او بشري مرستې تیاري او دغه هیواد وشي کړئ د نړۍ نورو هیوادونو ته خپل صادرات وکړي.

په مقابل کې د اوکراين د کرهڼېزې سوداګرۍ عمومي ادارې مشر، رومان سلستون، د دوشنبې په ورځ وويل چې د غنمو صادارات به ېې په می مياشت کې یونیم میلیون ټنه ته ورسيږي، څنګه چې په تيره میاشت اپریل کې یو میلیون ټنه وو.

په اوکراین کې د يو روسي عسکر محاکمه

يوې اوکرايني محکمې د دوشنبې په ورځ يو روسی عسکر د عمر قید په سزا محکوم کړ. ويل شوي چې دغه عسکر یو ملکي کس په ډزو وژلی وو او په دې سره د روسیې له لوري د اوکراین د یرغل له پایله دا لومړی جنګي جنایت دی چې محکمې ته وړاندې شوی دی. رويټرز دغه ۲۱ کلن عسکر د وادیم شيشيمارین په نوم یاد کړی چې د یوه ټانګ قوماندان وو.

د هغه په اړه ويل شوي چې د فبرورۍ مياشتي پر ۲۸مه ېې د اوکراین په شمال ختيځ چوپاخیفکا کلي کې د الکساندر شيليپوف په نوم يو ۶۲ کلن ملکي کس یې په ډزو وژلی وو. زیاته شوې چې هغه ته د نوموړي کس د وژل امر شوی وو. قاضي سیرګي اګافونوف ويل چې شيشمارین، یو «مجرمانه امر» اجرا کړی دی.