1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
چین

زونګ کینګهو چې یو وخت د چین تر ټولو شتمن کس و ومړ

۱۴۰۲ اسفند ۶, یکشنبه

د «واهاها» په نامه نوشابه بابو د شرکت بنسټ ایښودونکی چینایې میلیاردر زونګ کینګهو، چې یو وخت د چین تر ټولو شتمن کس ګڼل کیده د یکشنبې په ورځ د ۷۹ کلنې په عمر کې ومړ.

https://p.dw.com/p/4cr9x
Zong Qinghou, früher reichster Mann Chinas
انځور: picture alliance/CFOTO

دغه چینایي شرکت د «وایبو» په نامه انټرنټپاڼې له لارې ویلي دي چې زونګ ته د یوې ناروغۍ درملنه ګټوره تمامه نشوه. نوموړي شرکت د دغه پانګوال د مړينې علت په اړه نور جزویات نه دي ورکړي.

زونګ له څلویښتو کلونو د ډیرې مودې راهیسې د نوشابه بابو تجارت کړی دی. ویل کیږي چې هغه یو وخت دومره بې وزله وو چې مجبوره وو په پیکنګ کې د یوه پول لاندې ویده شي، ځکه به هوټل کې یې د شپې تیرولو له پاره پیسې نه درلودلې.

نوموړي په ۱۹۸۷م کال کې د «واهاها» په نامه د خوراکي توکو او نوشابه بابو شرکت پرانیست او هغه یې په چین کې د معدني اوبو، د میوو شربت او نورو نوشابه بابو په تر ټولو ستر تولیدونکي بدل کړ.

د «فوربس» امریکایي مجلې د رپوټ پر بنسټ زونګ په ۲۰۱۰م کال کې د ۸ میلیارده ډالره (تقریباً ۷،۴ میلیارده یورو) شتمنۍ سره د چین تر ټولو بډایه کس وو.

تیر کال بیا له ۵،۹ میلیارده ډالرو شتمنۍ سره یې په ۵۳ مقام کې ځای درلود.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب