1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکسفام: سخت غربت او سخته شتمني موازي ډیریږي

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

د اکسفام خیریه سازمان په حواله تر ۲۵ کلونو وروسته د اول وار دپاره سخت غربت او سخته شتمني موازي سره ډیریږي.

https://p.dw.com/p/4MCwh
Pakistan Überschwemmungen Frauen und Kinder
انځور: Daniel Berehulak/Getty Images

د «ترټولو ثروتمندو کسانو د بقأ» په نامه رپوټ کي، چي سبا دوشنبه وړاندي کیږي، راغلي چي شرکتونه او د هغوی مالکین د مختلفو بحرانونو څخه مستفید کیږي. د دغه رپوټ د نشرولو دلیل سبا د سویس په داوس کي د اقتصادي فوروم دایریدل دي. 
په رپوټ کي راغلي، چي د کرونا وبا پروخت ، یعني د ۲۰۲۰ م کال راپدیخوا مجموعأ ۲۶ بلیونه امریکايي ډالره د دنیا د خانانو جیبونو ته لویدلي دي او فقط ۱۶ بلیونه امریکايي ډالره بیا د دنیا د نفوسو ۹۹ فیصدو جیبونو ته لویدلي دي. 
پروسږکال د ملیارډرانو او ملیونرانو ثروت بیا بې حده ډیر سو، «خصوصأ د غذایي موادو او انرژۍ د بې حده لوړیدو له گټي څخه د هغوی شرکتونه» ډیر مستفید سول. په رپوټ کي همدارنگه راغلي دي، چي په ۲۰۲۲ م کال کي ۹۵ فیصدو دغو شرکتونو خپله گټه دوه چنده کړې ده.