1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زمینس د ایرلنډ څخه د برق لین تیرولو لوی فرمایش اخیستی

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

د جرمني د زمینس انرژي شرکت د فرانسې څخه تر ایرلنډ پوري د برق لین تیرولو لوی فرمایش اخیستی دی، کوم چي شرکت ته به تر ۵۰۰ ملیونه یورو پوري گټه ورسیږي.

https://p.dw.com/p/4K7Cu
Deutschland | Siemens Energy in Mülheim an der Ruht
انځور: Karl F. Schöfmann/imageBROKER/picture alliance

 لکه څنګه چي پرون جمعه زمینس خبر ورکړ، شرکت به پدې منظور د ایرلنډ د شمال «کنوکراهه» او فرانسې د شمال غرب په «له مارتیرا ښارونو کي د برق سټیشنونه جوړوي. ویل کیږي، چي شرکت به د دغه فرمایش د اجرأ کولو پخاطر درې سوه ملیونه یورو په لاس راوړي، خو د شرکت د داخلي کړیو څخه ویل سوي، چي هغه به تقریبأ نیم ملیارډ یورو ته ورسیږي.

له ماسک څخه د برقي موټرو فابریکې جوړولوغوښتنه

د لوړ ولتاژ، مساوي انتقالیدونکي برق سټیشنونه د دغه ډول اوږدې ۵۷۵ کیلومتره  فاصلې د انتقال دپاره او سالتیک بحیرې څخه تیریدل یې ډیر مهم دي. هغه د برق د انتقال پر وخت په دومره اوږده فاصله کي بیا هم لږ ضایعات ورکوي. هر سټیشن د تر ۷۰۰ میګاواټ برق د جریان ظرفیت لري، چي دا د زمینس په حواله د ۴۵۰۰۰۰ فامیلونو دپاره کفایت کوي. د سټیشنونو د جوړیدو او برق د انتقال کارونه به تر ۲۰۲۶ م کال پوري پایته ورسیږي. تر هغه وروسته به بیا ایرلنډ د فرانسې څخه برق  راوارد کړي.