1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ماسک څخه د برقي موټرو فابریکې جوړولوغوښتنه

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

د جنوبي کوریا جمهوررییس، یون سوک یول د تِسلا موټر جوړولو شرکت د رییس، ایلان ماسک څخه هیله کړې ده، چي په هیواد کي یې د برقي موټرانو فابریکه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/4Jwvf
Mexiko Puebla | Elektroautos hergestellt von Frauen
انځور: Imelda Medina/REUTERS

د دغه هیواد د جمهوري ریاست د ماڼئ په حواله هغه نن چهارشنبه د ماسک سره په انلایني خبرو کي وویل، چي هیواد یې د سرمایه ګذاري ښه شرایط لري او د ګرده دنیا په سطح د موټر جوړولو فوق العاده ښه ایکالوژیکي صنعتي امکانات لري. 
ماسک یې په جواب کي وویل، چي جنوبي کوریا د پانګي اچوني یو عالي کاندید دی، خو دی به تر هغه وروسته فیصله وکړي، چي د نورو اسیايي هیوادونو د سرمایه ګذارۍ شرایط، د کار بازار او د تولید امکانات او ماحول یې مطالعه کړي.