1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمروسیه

روسیه: قفقاز کې مو د داعش شپږ جنګیالي وژلي

۱۴۰۲ اسفند ۱۳, یکشنبه

روسي چارواکي وایي چې د قفقاز په سویل اینګوشتیا جمهوریت کې مو د داعش اړوند شپږ جنګیالي وژلي دي. روسیه وخت ناوخته په خپله خاوره کې د داعش د بریدونو خنثی کولو خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/4d7Lj
Russland Dagestan Anti Terror Operation FSB Islamischer Staat
انځور: FSB/dpa/picture alliance

په روسیه کې د ترهګرۍ ضد کمیټې د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې د روسیې د امنیت فدرال سرویس (اف اس بي) ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې چې د شنبې په شپه یې د قره بولک ښار په یوې ودانۍ کې ترسره کړي شپږ تنه وژلي دي.

د دې رپوټ پر بنسټ دغه شکمن کسان چې درې تنه یې د روسیې د امنیت فدرال ادارې تر تعقیب لاندې او د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې غړي ول او په یو شمیر ترهګریزو جنایتونو کې یې لاس درلودل.

د نوموړي ادارې په وینا په دغو جرمونو کې د تیر کال په مارچ میاشت کې د پولیسو پر یوې ادارې برید او د درو تنو افسرانو وژنه شامله ده. په دې برید کې هیڅ ملکي کس ته زیان نه وو اوښتی.

روسي چارواکي ډیري وختونه د شکمنو اسلام پاله ډلو د پلان شوو بریدونو د خنثی کولو خبر ورکوي.

که څه هم په روسیه کې د داعش نفوذ کمزوری شوی دی، خو سره له دې هم په دې وروستیو کلونو کې دغې ډلې څو بریدونه په ځانګړي توګه د چچن، اینګوشتیا او د قفقاز داغستان په جمهوریتونو کې چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي، ترسره کړي دي.

 داعش د ۲۰۱۷ م کال په اپریل کې د هغه برید مسئولیت منلی وو چې د استراخان په ښار کې په کې د پولیسو دوه تنه افسران وژل شوي وو. د رسمي شمیرو له مخې، شاوخوا ۴۵۰۰ روسي اتباع، په ځانګړي توګه د قفقاز حوزې له سیمې د داعش په لیکو کې جنګیدلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح