1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين وايي د داعش جنګيالي د افغانستان شمال کې راغونډيږي

۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل چې د داعش سلګونه جنګيالي د افغانستان شمال کې راغونډيږي چې هدف يې د کډوالۍ په پلمه د مرکزي آسيا جمهوريتونو ته ورتګ دی.

https://p.dw.com/p/41jf1
Afghanistan Kapitulation von Taliban und IS
انځور: picture-alliance/Xinhua/E. Waak

»زموږ د استخبارتو له مخې د افغانستان شمال کې يوازې د داعش د غړو شمېر تقريبا ۲۰۰۰ تنو ته رسيږي.« دغه خبره د روسيې ولسمشر د پخواني شوروي د هېوادونو له مشرانو سره په ويډيويي کنفرانس کې وکړه.

پوتين د روانې اوونۍ په ترڅ کې هم د عراق او سوريې له مجربو داعشي جنګياليو څخه خبرداری ورکړ چې افغانستان ته مخه کوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي تمه لري چې طالبان به له دغه ګواښ سره وړ چلن وکړي. پوتين دا هم وويل چې د داعش مشران په افغانستان کې غواړي د دغې ډلې نفوذ په مرکزي آسيا کې تضمين کړي څو مذهبي او توکميزو شخړو ته لمن ووهي. مسکو دغه سيمه د خپل نفوذ ساحه بولي.

پوتين د مرکزي آسيا هېوادونو له مشرانو سره په غونډه کې چې ځينې يې له افغانستان سره ګډه پولي لري، وويل: »تروريستان هڅه کوي چې د فدراسيون خاورې ته وردننه شي، چې د نورو تر څنګ ځانونه کډوال معرفي کوي.«

طالبان چې د اګست په نيمايي کې يې د يوه لويديځ پلوي حکومت څخه قدرت ونيو، په نړيوال رسميت پسې تلاش کوي او د يوه بشري ناورين د مخنيوي له پاره مرستې هم غواړي.

Putins Besuch in Tadschikistan
روسيه مرکزي آسيا د خپل نفوذ ساحه بولي. پتين د تاجکستان له ولسمشر رحمان سره.انځور: DW/Faskhutdinov

د افغانستان له پاره د پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف د روسيې اينترفاکس خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو استازي به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې په يوه نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې د ايران، پاکستان او چين په څېر سيمه يز لوبغاړي پکې حضور لري.

پوتين بيا دا هم وويل چې د طالبانو په رسميت پېژندلو کې بايد بيړه ونه شي، خو زياته يې کړه چې »موږ پوهيږو چې له هغوی سره بايد چلن وکړو.«