1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

روسيې بیا د اوکراین پر زېربناو درنې حملې کړي

۱۴۰۱ اسفند ۱۸, پنجشنبه

روسي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د اوکراين په مختلفو سیمو کې د برېښنا او انرژۍ پر تاسیساتو د توغندويو پراخ بریدونه وکړل. لږ تر لږه د شپږو ملکیانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4OSKO
روسي ځواکونو پر اوکراین د پنجشنبې سهار راکټي بریدونه داسې وخت وکړل چې خلک په خوب بیده ول
روسي ځواکونو پر اوکراین د پنجشنبې سهار راکټي بریدونه داسې وخت وکړل چې خلک په خوب بیده ولانځور: Vadim Belikov/AP Photo/picture alliance

رپوټونه وايي چې روسېې دغه راکټي بريدونه سهار وختي په داسې وخت کې پیل کړل چې خلک په خوب بېده ول.

اوکراین وايي دغو توغندویزو بریدونو د زاپروږیا اټومي انرژۍ پر دستګاو برېښنا قطع کړه او دوی اړ شول چې له ډيزل کار واخلي. زاپروږیا د اروپا په سطحه تر ټولو ستره د اټومي انرژي دستګاه ده.

ورته نور ولولئ: اوکراین: ۵۰۰ کلي بې برقه شوي؛ آلمان ته د مهاجرو د نوې څپې اټکل

روسيې د اوکراين پر ملکي تاسیساتو د ډرون او توغنديو د حملو پراخ کمپاین پنځه میاشتې مخکې په اکتوبر کې پیل کړی دی. رويټرز خبري آژانس ليکی، د پنجشنبې سهار راکټې حملې، د فبروري میاشتې له نيمايي راهيسي چې د مسکو له خوا دغه حملې يو څخه ارامه شوي وې، تر ټولو لوېې حملې وې. د اوکراين ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي وويل چې په لسو سیمو کې زيربناوې او د هستوګنې ساختمانونه ويشتل شوي دي.

هغه وويل: «اشغالګر یوازې دومره کولی شي چې ملکيان په وحشت کې واچوي. دا هغه څه دي چې هغوی ېې کولی شي، خو ګټه ورته نه رسوي. دوی به د هر هغه څه پر وړاندې چې ېې ترسره کړي ځان له مسئوليته خلاص نه کړي.»

ورته نور ولولئ: د المان صدراعظم پر چین غږ کړی چې روسیې ته دې وسلې نه استوي

د اوکراین د بيړنیو خدماتو اداره وايي یو توغندي د لویف سیمه کې پر یو کور ویجاړ کړی چې پکې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. بل توغندي د دونباس سيمې په مرکز کې یو کس وژلی دی. په خیرسون سیمه کې هم د توپونو په ډزو کې د درو کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.

روسېې د اوکراین پر زیربناوو توغندویز بریدونه په اکتوبر میاشت کې په جګړه کې د کيف د کمزوره کولو په موخه پیل کړي دي
روسېې د اوکراین پر زیربناوو توغندویز بریدونه په اکتوبر میاشت کې په جګړه کې د کيف د کمزوره کولو په موخه پیل کړي ديانځور: Sergei Supinsky/AFP

په پلازمېنه کیف کې د چاودنو غږونو خلک له خوبه راويښ کړل او شپې د ۷ ساعتونو له پاره د خبرداری زنګ وهل کېده. دا له اکتوبر میاشتې راوروسته چې روسېې د هوايي حملو کمپاین پیل کړی، د خبرداری تر ټولو اوږد زنګ وو.

ورته نور ولولئ:کیف: روسیه په بخموت کې د ورځې ۵۰۰ عسکر له لاسه ورکوي

د لودمیلا په نوم ېوې ۵۸ کلنې ښځې چې خپل کوچنی ماشوم ېې په غيږ کې وویل: «ما ډیر نژدې د چاودنې يو لوی غږ واورید. ژر مې ځان له چپرکته لاندې راواچاوه او بیا مو یو موټر ولید چې اور ېې اخیستی، ورپسې بیا نورو موټرو هم اور واخیست.»

هغې زیاته کړه چې په چاودنو کې ېې د کور د کړکیو ښېښې ماتې شوي دي: «دا ډیره ډيره وېرونکې ده. ماشومان وډار شول او له چپرکته ېې ځانونه لاندې ګوزار کړل.» لودمیلا وويل هغه نه پوهیږي چې روسي ځواکونه ولې دا ډول کړنې تر سره کوي. هغې وویل: «وی انسانان نه دي.»

ورته نور ولولئ: چين امريکا ته د احتمالي «شخړې او ټکر» څخه خبرداری ورکړ

مسکو وايي د اوکراین د زيربناوو د په نخښه کولو کمپاین ېې په جګړه کې د کیف د کمزوري کولو په موخه پیل کړی دی.

کيف بیا وايي چې هوايي بریدونه کوم پوځي مقاصد نه دي، بلکي روسیه غواړي په دې کار سره ملکیان زیانمن او په هغوی کې بېره خپر کړي، چې دا یو جنګي جنایت بولي.

تر دغو حملو وروسته، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ سازمان مشر، رافايل ګروسي، د پنجشنبې په ورځ د زاپروږيا اټومي دستګاه د پر له پسې بریښنا قطع کېدو له خطر څخه خبرداری ورکړ.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

دلته د اوکراین جګړې په تړاو زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل