1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: اوکراین ته د ټانکونو ورکول جګړه نوي پړاو ته بیايي

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

کيف وايي د امريکا او آلمان له خوا اوکراین ته د پرمختللو ټانکونو د لیږد تر اعلان وروسته، روسي ځواکونو په ټول اوکراین کې بمبارۍ پيل کړي. د آلمان او امریکا دغه تصمیم د مسکو غوسه رپارولې او دا ېې «نهايي خطرناک» اقدام بللی.

https://p.dw.com/p/4Mixs
Kombobild | Kampfpanzer
انځور: Francois Nascimbeni/Eric Feferberg/Wojtek Radwanski/AFP

د کیف حکومت د پنجشنبې په ورځ وختي د ټول هیواد په سطحه د روسېې د هوايي بمباريو اعلان وکړ او ادعا يې وکړه چې د روسېې له خوا راغلي یو شمير توغندي يې راغورځولي دي.

د اوکراین یوه لوړپوړي چارواکي وويل چې د هوايي دفاع واحدونو يې د روسېې له لوري وار شوي څو توغندي راغورځولي او په عین حال کې په شرقي ښار بخموت کې هم جګړه په شدت سره ادامه لري.

دغه حملې وروسته له هغې کیږي چې امریکا متحده ایالاتو او آلمان اعلان وکړ چې اوکراین په لسونو پر مختللي جنګي ټانکونه ورکوي، هغه څه چې روسېې د یو «نهایت خطرناک» اقدام په توګه غندلی دی.

له اوکراين سره د ليوپارد ټانکونو مرسته

د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر مشر، اندري يرماک، وويل: «د روسېې لومړني توغندي راغورځول شوي دي.»

د روسي ډرون راغورځولو ادعا

د اوکراين پوځ ويلي دي چې د هوايي دفاع ځواکونو يې د روسېې له خوا استول شوې ټولې ۲۴ ډرون ويشتلي چې ۱۵ ېې په پلازمينه کېف کې راغورځيدلي دي. د کيف ښاروال ویتالي کلیچکو ويلي دي چې د روسېې له خوا پر مسکونې سیمې تر بریدونو وروسته د کیف په سويل کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د ولسمشرۍ دفتر خلکو ته سپارښتنه کړې چې په امن ځایونو کې پاتې شي.

د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي، د امریکا متحده ایالاتو او آلمان لخوا اوکراین ته د ټانکونو د لیږد له پلان څخه ستاينه کړې او پر نورو متحدینو ېې هم د ژر او د ډير شمير پرمختللي ټانکونو د ورکړې غږ کړی دی.

لاتويا، استونیا او لیتوانيا له آلمانه غوښتي چې اوکراین ته ټانکونه ورکړي

زيلنسکي د چهارشنبې په شپه وینا کې وويل: «اوس خبره د سرعت او حجم ده. سرعت زموږ د ځواکونو په روزنه او اوکراین ته د ټانکونو په اکمالاتو او شمیر کې.»

د امریکا او آلمان ټانکونه به کله استولو ته تیار شي؟

برلین اعلان کړی چې اوکراین ته به لیوپارډ ۲ ټانکونه چمتو کړي، کوم چې په اروپا کې يې پوځونه کاروي. آلمان به له خپلو زیرمو څخه ۱۴ دغه ماډل ټانکونه واستوي.

د توغنديو او بمونو د ورېدو له وېرې د کیف اوسيدونکي د اورګاډو زیرزمینۍ ته پناه راړوې - د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر خلکو ته سپارښتنه کړې چې په امن ځایونو کې پاتې شي
د توغنديو او بمونو د ورېدو له وېرې د کیف اوسيدونکي د اورګاډو زیرزمینۍ ته پناه راړوې - د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر خلکو ته سپارښتنه کړې چې په امن ځایونو کې پاتې شيانځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

د برلین تر دغه اعلان څو ساعته وروسته د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر، جو بایدن هم اوکراین ته خپل د ۳۱ چينه M1 ابرامز ټانکونو د ليږد تصمیم اعلان وکړ. بایدن ويلي دي چې دغه ټانکونه د روسېې له پاره «هيڅ کوم یرغلیز ګواښ» نه ایجادوي. هغه ويلي چې د دغې مرستې اړتیا لیدل کېده تر څو اوکراینيان وشي کړای دې سره «په خلاصه ځمکه کې د خپلو مانورونه وړتیا ته بهبود ورکړي.»

اوکراين: پولند د ټانکونو د انتقال په لانجه کې پر آلمان فشار ډېر کړی

د امریکا او آلمان د پرمخ تللو ټانکونو د لیږد له ژمنې سره، اوکراین او روسېه دواړه په جګړه د حملو د یو نوي پړاو تمه کوي.

د اوکراین د پوځي چارو کارپوه، ويکتور کيويلیوک، اسپریسو تلویزیون ته وويل چې امریکايي ابرامز ټانکونه کېدای شي غولوونکي وي، خو ليوپارډ بیا د ناټو په سیستم ډيزاين شوي دي چې د یو واحدې نمونې په توګه د دغه سازمان هر غړی ورباندې پوهيږي او ترمیم کولی يې شي.

د روسيې غوسه ناک غبرګون

روسيې د آلمان، اوکراین ته د ليوپارډ تانکونو د ورکړې تصمیم ته له غوسې ډک غبرګون ښودلی دی. د آلمان له پاره د روسېې سفير، سيرګي نچایوف، ويلي دي: «دغه نهایت خطرناک تصمیم جګړه د تقابل يوې نوې مرحلې ته داخلوي.»

راین ميتال: د لئوپارد ټانکونو ليږد تر ۲۰۲۴م کاله پورې وخت نيسي

امریکا ويلي دي چې د ابرامز ټانکونو لیږد به میاشتې میاشتې وخت ونیسي او دغه تصمیم ېې د اوکراین څخه د اودمهاله دفاع په توګه ښودلی دی.

د آلمان دفاع وزير، بوریس پيستوریوس بیا ويلي دي چې آلماني ټانکونه به په احتمال سره په درو يا څلورو میاشتو کې چمتو شي.

بریتانيا هم له دغه کاروانه بېرته نه ده پاتې. دغه هیواد اوکراین ته د ۱۴ چلينجر ټانکونو د ورکړې خبره کړې او فرانسه بیا د خپلو لکلر ټانکونو پر ليږد فکر کوي.

په بخموت کې شدیده جګړه

د کيف حکومت د پنجشنې په ورځ ومنله چې ځواکونه ېې له سوليدار څخه وتلي کوم چې روسېې يې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د نیولو ادعا کړې ده. د دغه کوچنی ښارګوټۍ نيول په تیرو څه باندې شپږو میاشتو کې د روسي ځواکونو له پاره تر ټولو لويه لاسته راوړنه ده. سولیدار د اوکراین شرقي ښار بخموت ته نژدې پروت دی. بخموت چې له جګړې مخکې ېې ۷۰زره نفوس درلود، تر ټولو د سخت او وحشیانه جګړې شاهد پاته شوی دی.

په بخموت کې د جګړې لومړۍ کرښه - اوکراين او روسيه تر ډيره د پخواني شوروي د وخت پر T-72 ټانکونو متکي دي
په بخموت کې د جګړې لومړۍ کرښه - اوکراين او روسيه تر ډيره د پخواني شوروي د وخت پر T-72 ټانکونو متکي ديانځور: Vladyslav Smilianets/REUTERS

امنیتي کارپوهه: په ۲۰۲۳ کال هم په اوکراین کي جنګ نه ختمیږي

د اوکراین پوځ وويل چې روسيي ځواکونه د «دونباس ټولې سېمې د نیولو په مقصد، پرته له دې چې د خپلو تلفاتو پروا وکړي» د بخموت پر استقامت حملې کوي.

د دونباس له پاره د روسېې له خوا ګمارل شوي والي مخکې ويلي وو چې د روسېې واګنر قراردادي مليشې د بخموت منځ ته د مخته تلو په حال کې دي. هغه وویل دغه مليشي همدارنګه بخموت ته څيرمه او د هغه په ګاونډ کې هغو پرتو سېمو کې پر جګړه بوخت دي چې اوکرايني ځواکونو په وروستیو کې نیولي دي.

د بخموت اهمیت

اوکرایني پوځي کارپوه کيويلیوک، وايي چې د بخموت سيمې له لاسه ورکول به د تکتيکي لحاظه چندان بدلون رامنځ ته نه کړي، خو په لوهانسک سیمه کې د روسېې د بیا انسجام او پر منابعو تمرکز پیدا کولو ته ېې شدیده اندیښنه کوي. د اوکراین دونباس سيمه له دونيڅک او لوهانسک څخه متشکله ده. روسي ځواکونه د لوهانسک پر نژدې ټوله سیمه کنټرول لري په داسې حال کې چې ادعا کوي د دونيڅک پر شاوخوا نیمايي برخه یې په واک کې ده. رويټرز وايي چې د جګړې له میدانه د دغه ډول ادعاو پخلی نه شي کولی.

فنلنډ اوکراین ته د «لیوپارد۲» ټانکونو پر لیږلو فکر کوي

اوکراين ډيره هڅه کړې تر څو روسي ځواکونو ته د جګړې په لومړيو کرښو کې د ماتې ورکولو او د خپلو له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو په موخه، له خپلو متحدینو څخه په سلونو پرمختللي ټانکونه ترلاسه کړي. اوکراين او روسيه تر ډيره د پخواني شوروي د وخت پر T-72 ټانکونو متکي دي.

په اوکراین کې د روسېې جګړه ۱۱مې میاشتې ته داخله شوې. په دغې موده کې په زرونو خلک وژل شوي او په ميلیونو اوکراینیان اړ شوي چې له خپله هیواده بهر مهاجر او يا دننه په هیواد کې بې ځایه شي.

(Reuters)mks/bs 

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل