1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسي چارواکي: يو کور کې اورلګېدنې ۲۲ کسان وژلي دي

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

روسي چارواکو د شنبې په ورځ وويل چې تېره شپه په سايبریايي ښار کمروف کې په یوه شخصي کور کې اورګېدنه رامنځ ته شوې، چې پکې ۲۲ کسان مړه شوي دي. دغه کور په غیرقانوني توګه د پاخه عمر لرونکي کسانو د اوسېدو له پاره کارول کېده.

https://p.dw.com/p/4LOYC
د آرشیف انځور - د روسېې په کمروف کې د ۲۰۱۸م کال هم یوه اورلګېدنه شوې وه چې په کې د شپږو ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي ول
د آرشیف انځور - د روسېې په کمروف کې د ۲۰۱۸م کال هم یوه اورلګېدنه شوې وه چې په کې د شپږو ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي ولانځور: The Kemerovo Region Branch of the Russian Emergency Situations Ministry/TASS/dpa/picture alliance/dpa

د روسېې د تحقیقاتو کمېټې پر تيلګرام ليکلي دي: «د شپې په یو شخصي کور کې چې په غیرقانوني توګه ورڅخه د پاخه عمر لرونکو کسانو د اوسېدو له پاره استفاده کېده، اورلګېدنه رامنځ ته شوه.» دغې کمېټې زیاته کړې چې «د تلفاتو شمیر ۲۲ ته پورته شوی کوم چې په لومړنۍ اعلامیه کې ۲۰ ښودل شوی وو.»

پر ټیلګرام خپره شوې اعلاميه کې زیاته شوې چې «شپږ تنه نور ټپیان شوي چې دوه ېې په روغتونه کې بستر شوي او د سوځېدنې له کبله په ډیر سخت وضعیت کې دي.»

روسیه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي دي

د روسېې دولتي خبري آژانس، ټاس، ويلي دي چې دغه اورلګېدنه له لرګيو جوړ په څه باندې ۱۸۰ متر مربع مساحت لرونکي دوه پوړيز کور کې رامنځ ته شوې. د بېړنیو خدماتو ادارې له خوا په یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې د دغې ادارې وسایط د پېښې ځای ته رسيدلي او اوروژونکي په داسې حال کې چې آسمان پر لور د اور لمبې او لوګی پورته کيږي، د اور په وژنه بوخت دي.

روسیه: د ګازو سلنډر په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي

د بيړنيو خدماتو ادارې له خوا وروسته په خپرو شوو انځورونو کې ښودل کيږي چې دغه ساختمان په بشپړه توګه سوځېدلی دی. د کوزباس (Kuzbass) ځايي ادارې پر ويب پاڼه ويلي دي چې د «اورلګېدنې لومړنی دليل له بخارۍ څخه د استفادې پر وخت د اورلګېدنې د خونديتوب مقرراتو نقضول دی.»

د روسېې د تحقیقاتو کمېټه چې د لويو جرمونو په اړه تحقیقات کوي، ويلي دي چې د غفلت له کبله د دغو مړينو د دلایلو موندلو په اړه ېې د څيړنو يوه دوسېه پرانيستې ده.

په ۲۰۱۸م کال کې هم د کمروف په یو سوداګريز مرکز کې اور لګېدلی وو چې پکې د ماشومانو په ګډون ۶۰ کسان مړه شوي ول.

mks/aa(AFP) 

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: