1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي دي

۱۴۰۰ مهر ۳۰, جمعه

د روسیې دولتي تلویزیون د راپور له مخې د روسیې په غربي ریازان ولایت کې د کیمیاوي موادو په یوه فابریکه کې د چاودنې له کبله ۱۶ تنه وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې له دې پیښې یو کس روغتون ته د درملنې له پاره هم لیږل شوي دی.

https://p.dw.com/p/421y7
Russland Feuer in Fabrikanlage in Wladikawkas
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/Russian Emergency Situations Ministry

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه) د روسیې دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې د کیمیاوي موادو د تولید په یوه فابریکه کې چاودنه شوې چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي. د یادې رسنۍ په حواله، په دغه فابریکه کې بارود او کیمیاوي مواد تولید کیدل.

پر ټولنیزو رسنیو باندې د وژل شویو کسانو د لست د خپریدو په اساس د چاودنې پر وخت په فابریکه کې د موجودو ۱۷ کسانو له ډلې ۱۶ یې وژل شوي او یوازې یو تن یې د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوی دی. د چاودنې په ویډیو کې لیدل کیږي چې د چاودنې پر وخت یو ستره ژیړ رنګه لمبه آسمان ته پورته کیږي. تر پیښې وروسته په خپرو شویو انځورونو کې پراخه ویجاړي لیدل کیږي او له ځینو سیمو یې دودونه پورته کیږي.

د روسیې د ټاس خبري آژانس په حواله، تر اوسه پورې د چاودنې علت نه دی معلوم خو د یوې سرچینې په حواله وايي چې د تخنیکي پروسیجرونو نه عملي کیدل د پیښې اصلي دلیل دی.