1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

رواندا: کاگامه د ولسمشرۍ په ټاکنو کي په ښکاره ډول مخکي دی

۱۴۰۳ تیر ۲۶, سه‌شنبه

داسي ښکاري چي په رواندا کي اوسني ولسمشر پاول کاگامه، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي څرگند بری کټلی وي. نوموړی له ۲۰۰۰ م کال راهیسي ولسمشر دی.

https://p.dw.com/p/4iM9s
Präsident von Ruanda, Paul Kagame, gibt seine Stimme bei den Präsidentschaftswahlen ab
انځور: Jean Bizimana/REUTERS

د ټاکنو کمېسیون په حواله، د څه ناڅه ۷۹ سلنه ټولو رایو تر شمیرلو وروسته، کاگامه، څه د پاسه ۹۹ سلنه رايي ګټلي دي. د هغه دواړو سیال کاندیدانو د زرغون گوند مشر فرانک هبینیڅا، او همدارنگه خپلواک کاندید فیلیپ مپایمانا، دواړو له یوه سلنه لږ رايي ګټلي دي. د انتخاباتو رسمي نتایج به د جولای پر ۲۷ مه اعلان سي. په دغو ټاکنو کي څه د پاسه نهه میلیونو کسانو برخه اخیستې ه.

Ruanda Wahl 2024 l Stimmabgabe in Kigali, Warteschlange
د رواندا په کیگالي کی خلک د رایه ورکولو له پاره په کتار کی ولاړ وه.انځور: Luis Tato/AFP via Getty Images

کاگامه، له ۱۹۹۴ کال راهیسي لا په رواندا کي ډېر قوی کس بلل کیږي، نوموړی  له ۲۰۰۰ م کال راهیسي د ولسمشر په توگه دنده پرمخ بیایي. کاگامه په هغه وخت کي له یوگندا څخه چي هلته یې په جلاوطنۍ کي ژوند کاوه، رواندا ته راغی او پر توتسي قبیلې باندي یې د هوتو یاغیانو اولس وژني ته د پای ټکی کښیښود.

وروسته هغه د دفاع وزیر او بیا د ولسمشر د مرستیال دنده پرغاړه واخیسته. د رواندا هیواد ځانگړتیا په دې کي ده چي په پارلمان کي اکثره وکيلاني دي. په دغو ټاکنو کي دوو ښځو سیاستوالو ته اجازه نه وه ورکړل سوې.

د بشری حقونو سازمانونه د ختیځي افریقا په دغه هیواد کي چي ۱۴ میلیونه نفوس لري، د اپوزیسوني شخصیتونو پر تعقیبولو باندي انتقاد کوي. 

GP/NZ/AG