1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ د ملاهیبت الله د وژل کیدو خبره کوي خو طالبان څه وايي؟

۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبه

د افغانستان رسنیو د پاکستان په کوېټه ښار کې د طالبانو د مشر د وژل کیدو خبر خپور کړی دی. خو طالبانو دویچه ویله ته په رالیږل شوي غږیز پيغام کې دا خبر رد کړی دی. دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د رهبر د وژل کیدو خبر خپریږي.

https://p.dw.com/p/3pLFk
Afghanistan Mullah Haibatullah Achundsada
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د «۸ صبح» ورځپاڼې د یوه رپوټ په خپرولو سره په پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده، د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د یادې ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې د کوېټې ښار په «چالو باوري» سیمه کې چې ویل کیږي د طالبانو د مالي مسئول حافظ عبدالمجید تر کنترول لاندې سیمه ده، د یوې چاودنې په ترڅ کې د ملا هیبت الله ترڅنګ پخپله حافظ عبدالمجید او د دغې ډلې د استخباراتو مشر وژل شوی دی. نوموړي ورځپاڼې په کوېټې کې د څو نورو چاودنو خبر هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند داکتر محمد نعیم دویچه ویله ته په یوه غږیز پيغام کې د دې خبر په ردولو سره ویلي دي چې «دا ټول درواغ دي، حقیقت نه لري د حقیقت نه لیري خبري دي، د دښمنانو تبلیغات او وخت په وخت داسې خبرې کوي.»

ملا هیبت الله په افغانستان کې د طالبانو نظام تر نسکوریدو وروسته پاکستان ته فرار شو او ویل کیږي چې د کوېټې ښار ته نږدې د «کوچلاغ» په سیمه کې اوسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، په پاکستان کې د طالبانو د پخواني مشر او بنسټ ایښودونکي ملاعمر د مرګ خبر هم د طالبانو له لوري د اوږدې مودې له پاره پټ ساتل شوی وواو بیا وروسته یې د مرګ پخلی وشو. تر ملاعمر وروسته د طالبانو بل مشر، ملامنصور هم د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستان په خاوره کې وژل شوی وو.