1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«ملا عمر د امریکایانو اډې ته نزدې اوسېده»

۱۳۹۷ اسفند ۲۰, دوشنبه

په یوه نوي کتاب کې راغلي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوې اډې ته دومره نزدې اوسیده چې سړي کولای شوای د هغه د کور او اډې تر منځ په پښو تګ راتګ وکړي.

https://p.dw.com/p/3ElYC
Afghanistan Mullah Mohammed Omar Taliban Anführer
انځور: picture-alliance/dpa

که څه هم چې د امريکا حکومت په دې باور دی چې ملا عمر په پاکستان کې میشت وو، خو په یوه نوي کتاب کې راغلي دي چې هغه په ۲۰۱۳ کال کې تر مړینې مخکې په زابل ولایت کې چې د زیږیدو ځای یې هم دی، د امریکا متحده ایالاتو د یوې عملیاتي اډې په څو کلیومتري کې اوسیده.

دغه کتاب «د یوه دښمن لټون» نومیږي چې هالندۍ خبریالې بیتې دم، لیکلی دی. په کتاب کې راغلي دي چې ملا عمر په دې ځای کې یوازې اوسیده او د خپلې کورنۍ له غړو سره یې نه لیدل. په کتاب کې زیاته شوې ده چې ملا عمر په دې وخت کې په کتابچو کې د انځورونو په ژبه یادښتونه لیکل.

دم د دې کتاب د لیکلو له پاره پنځه کاله څیړنې کړي او په دې ترڅ کې یې د ملا عمر له ساتونکي جبار عمري، سره یې مرکه کړې ده. عمري د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته د ملا عمر ساتونکی وه. د کتاب په حواله ملا عمر د ماښام له خوا د «بي بي سي» رسنۍ پښتو خپرونې اوریدې خو کله چې د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن، له وژل کیدو خبر شو، آن هغه وخت یې هم له رسنیو سره خبرې و نه کړې.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر میاشتې پر ۱۱مه نیټه په امریکا متحده ایالاتو کې د القاعدې له خوا تر بریدونو وروسته، امریکا پر افغانستان باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د طالبانو رژیم ړنګ شو. امریکایانو تر دې وروسته د ملا عمر پر سر د لسو میلیونو ډالرو جایزه وټاکله. دم لیکي چې ملا عمر د خپل رژیم تر ړنګیدو وروسته، د زابل ولایت په قلات کې په یوه وړوکي کور کې اوسیده. په کتاب کې دا هم راغلي دي چې په دې کور کې میشتې کورنۍ ته نه وو ویل شوي چې د هغوی میلمه څوک دی خو پر دې سربیره هم امریکایي ځواکونه دوه وارې د ملا عمر موندلو ته ډیر نزدې شوي ول.

د کتاب په حواله یو وار عمري او پخپله ملا عمر په حویلې کې ول، چې د امریکایي ځواکونو قطار سیمې ته نزدې شول. هغه وخت دواړه کسان د لرګیو تر شا پټ شول او امریکایي سرتیري له سیمې پرته له دې چې دې کور ته ننوځي، تیر شوي ول. دویم وار امریکایي ځواکونو آن دغه کور تلاشي کړی وو، خو نه وو توانیدلي چې د ملا عمر خونې ته پټه دروازه وموندي. په کتاب کې روښانه شوې نه ده چې دغه تلاشي همداسې ترسره شوې وه او که کوم کس د ملا عمر د شتون په اړه امریکایي ځواکونو ته معلومات ورکړي ول.

ملا عمر په ۲۰۰۴ کال کې کله چې امریکایي ځواکونو «د لغمان د مخکنیو عملیاتو اډې» په جوړولو پیل وکړ له دې ځایه د کوچ کولو پریکړه وکړه ځکه د هغه پټنځای له دې اډې یوازې څو سوه متره لیرې وو. هغه بیا وروسته یوه بل کور ته کډه شو. که څه هم ملا عمر ویره لرله چې د امریکا ځواکونو له خوا به ونیول شي، خو بیا هم هغه نور و نه کوچید. په کتاب کې راغلي دي چې ملا عمر به ډیر وخت له خپلې خونې بهر نه وته او کله چې به امریکایي الوتکو پر سیمه پروازونه کول، نو په تونلونو کې به پټیده.

د دم په حواله ملا عمر به ډیر وخت یوازې له خپل ساتونکي او آشپز سره خبرې کولې او له یوه زاړه نوکیا تلیفون څخه یې چې سیم کارت یې هم نه لره، کار اخیسته. دم ویلي دي چې ملا عمر به له دې تلیفون څخه د قرآن شریف د ویلو پر مهال د خپل غږ د ثبتولو په موخه کار اخیسته.

ملا عمر له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د افغانستان پر ډیرو برخو باندې د طالبانو د حاکمیت پر مهال، د طالبانو مشر وو. هغه په ۲۰۱۳ کال کې ومړ خو طالبانو یې مړینه د دوو کلونو له پاره پټه وساتله.