1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: شهزاده هري وايي چې په افغانستان کي يې ۲۵ انسانان وژلي

۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

ډایلي میل ورځپاڼې د بریتانیا شهزاده هري له قوله رپوټ ورکړی دی چې نوموړي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې په افغانستان کې د پوځي ماموریت پرمهال ۲۵ کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4LoMT
آرشیف انځور: شهزاده هري په افغانستان کې
آرشیف انځور: شهزاده هري په افغانستان کېانځور: John Stillwell/dpa/picture-alliance

شهزاده هري د خپل ژوند ليک په کتاب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت پرمهال یې د پوځي چورلکې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کوله.

شهزاده په ياد کتاب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د دندې پرمهال یې د پيلوټ په توګه شپږ ماموریتونه ترسره کړي دي چې د «انسان ژوند اخېستلو» لامل شوي. هغه زیاته کړې، د ندې پرمهال یې ۲۵ کسان وژلي.

د بريتانيا سکای نيوز تلويزيوني شبکې د راپور له مخي هري په افغانستان کي د پوځي ماموريتونو پرمهال د هغو خلکو د شمېر په اړه ليکلي چې ده وژلي دي: «يو له مهمو شيانو څخه چي په پوځ کي ما زده کړي هغه دا دي چې زه د خپلو اعمالو مسئول يم. پر دې اساس زما آمار: ۲۵ دي.»

هغه په خپلو ياداښتونو کې زياته کړې ده: «ما هغو ته د خلکو په توګه نه کتل، بلکې د شطرنج د دانو په څېر باید له تختې ليرې شوي وای.»

شهزاده هري ویلي دي چې دی په خپل دغه کار نه ویاړي او نه هم پرې پښېمانه دی.

رپوټ د شهزاده د کتاب په حواله زیاته کړې چې هغه د آپاچي چورلکې په سر کې د نصب شوې کامرې په مرسته خپل ماموریتونه ارزول او دا یې معلوموله چې څومره کسان یې وژلي دي.

اړوند مطالب:شهزاده هري په افغانستان کې خپله دنده پیل کړه

د ډیلي میل ورځپاڼې په رپوټ کې راغلي دي چې د بریتانیا د اردو پخوانیو پوځیانو او د پارلمان ځینو غړو د شهزاده هري پر دغو څرګندونو نېوکې کړي.

د برتانیا د اردو یوه پخواني ډګروال ریچارډ کمپ ویلي دي چې دا څرګندونې د هغو خلکو سره خیانت دی چې د ده ترڅنګ جنګېدل.

شهزاده هري شاوخوا لس کاله د بریتانیا په اردو کې خدمت کړی دی.