1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهزاده هري په افغانستان کې خپله دنده پیل کړه

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه
https://p.dw.com/p/1653S

د انگلستان د دفاع وزرات د جمعې په ورځ وویل چې د دې هیواد شهزاده هري، یو ځل بیا افغانستان ته د پوځي دندې د ترسره کولو په موخه تللی دئ.

شهزاده هري به دا ځل د څرخي الوتکې د پیلوټ په توگه دنده تر سره کړي. د انگلستان د دفاع وزارت له خوا په یوې خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي دي: «شهزاده هري چې په پوځ کې د کپتان والز په نوم پیژندل کیږي، نن د هلمند ولایت بیسشن کمپ ته ورسید چې د جنگي څرخي الوتکې د پیلوټ په توگه خپله دنده پیل کړي.»

شهزاده هري تر دې مخکې هم افغانستان ته د دندې تر سره کولو له پاره تللی وو.