د یوې مېرمنې له مغزو ۸ سانتي متره ژوندی چینجی را ايستل شوی
۱۴۰۲ شهریور ۸, چهارشنبهدا موضوع هغه وخت رامینځ ته شوه کله چې ډاکټرانو د دغې ۶۴ کلنې مېرمنې د حافظې د ستونزو له امله د مقناطیسي شعاع معاينه یا د مغزو سکین وکړ. ډاکټرانو په لومړي سر کې یواځې د دماغ په مخکینۍ برخه کې غیر معمولي ټپ تشخیص کړ.
د استرالیا په پلازمینه کینبرا کې د عملیاتو په ترڅ کې د مغز یوه جراح هاري پریا بنډي، په حیرانتیا سره د هغې له مغز څخه اته سانتي متره اوږد چینجی لېرې کړ. یاد ډاکتر کینبرا ټایمز ته وویل: »ما له ځان سره فکر وکړ چې دا څه دي چې ژوندی او روان دی ځکه دا هیڅ معنې نلري.
دا چينجي چې علمي نوم یې «Ophidascaris robertsi» دی، معمولاً په کانګرو او يا پاېتون مارانو کې موندل کېږي، خو په انسانانو کې داسې څه تر اوسه نه دي موندل شوي.
د عفوني ناروغیو متخصص سانجایا سنانایک وویل: »دا په ټوله نړۍ کې په انسانانو کې د اوفیډاسکاریس لومړۍ قضیه ده چې توصیف کیږې. موږ فکر کوو چې دا لومړی ځل دی چې د حیوان یا انسان په مغز کي دارنګه چینجی موندل کیږي.«
د خيټې درد، توخی او د حافظې کمزروتيا
د نیو ساوت ولز ایالت څخه دا ناروغه د ۲۰۲۱ کال په پیل کې د معدې د ودامداره درد ، اسهال او وروسته د وچ ټوخي او د شپې لخوا له خولې کېدو څخه شکایت کاوه. یو کال وروسته یې په پخوانيو شکايتونو کې د هیرېدل يا د حافظې کمزورتيا او ژور خپګان هم اضافه شول. له همدې کبله دغه ښځه د کینبرا یوه روغتون ته ولیږدول شوه او په پاې کې د هغې د دماغ سکین غير معمولي تشخيص د جراحۍ باعث شو.
سانانایاک د استراليا ګارډین ورځپاڼې ته وویل: »عصبي جراح هیڅکله فکر نه کاوه چې هغه به یو چینجی ومومي.« نوموړي زیاته کړه چې مغزي او عصبي جراحان تل په مغزو کې د انتاناتو سره مخامخ کیږي مګر دا یو ځانګړی موندنه وه چې هیڅ چا یې تمه نه درلوده.
په راتلونکي کې د ډیرو مواردو وړاندوینه
خو دا چینجی څرنګه د دې ښځي مغزو ته ننوتلی؟ ساینس پوهان فکر کوي دا چې دا ښځه د خپل کور سره نېږدې خوراکي بوټي راټولوي او خوري ېې، نو شاید چینجی د هغې بدن ته ننوتلی وي.
سانانایاک له ناروغ سره خواخوږي څرګنده کړه: »دا هیڅکله د هرچا لپاره آسانه یا د منلو وړ نه ده چې په هره برخه کې د نړۍ لومړی ناروغ وي.« هغه زیاته کړه: »زه د دې میرمنې په کافي اندازه ستاینه نشم کولای چې څرنګه یې په دې پروسه کې ډیر صبر او زړورتیا ښودلې ده.«
سانانایاک یادونه وکړه چې د نړۍ په نورو برخو کې په حیواناتو کې هم د اوفیډاسکاريس چینې موندل کیږي. له همدې امله، احتمال شته چې په راتلونکو کلونو کې به نورې قضیې کشف شي. د سانانایاک او همکارانو موندنې یې د نویو رامینځ ته شوو عفوني ناروغیو په ژورنال کې خپرې شوې دي.