1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کوپنهاګن په برید کې درې تنه وژل شوي

۱۴۰۱ تیر ۱۳, دوشنبه

د ډنمارک پولیسو ویلي دي چې د دغه هیواد په پلازمینې کوپنهاګن کې د برید له کبله درې تنه وژل شوي. پولیسو دا هم ویلي دي چې دغه برید ترهګریز نه وه. ۲۲ کلن برید کوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Dbhf
Dänemark | Schießerei im Einkauszentrum Fields in Kopenhagen
انځور: Claus Bech/Ritzau Scanpix Foto/picture alliance

د ډنمارک د پولیسو مشر سورن توماسن، د یکشنبې پر ماښام (د جولای میاشتې ۳مه نیټه) اعلان وکړ چې د دغه هیواد په پلازمینه کوپنهاګن کې پر یوه سوداګریز مرکز د وسله والو برید په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي. ډنمارکي رسنیو د نوموړي له قوله ویلي چې په وژل شویو کې یو له ۴۰ تر ۵۰ کلن سړی  او دوه ځوانان شامل دي.

په دغه بريد کې درې تنه ټپيان شوي هم دي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.

برید کوونکی یو ۲۲ کلن ډنمارکی وګړی دی. په ټولنیزو شبکو کې داسې انګیرل کیږي چې د دې برید عامل توکمیز انګیزه درلوده خو دغه موضوع لا تر اوسه تائید شوې نه ده.

د توماسن په وینا برید کوونکی پولیسو ته «اشنا یا پیژندل شوی» وو خو نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل. پولیس تر دې دمه داسې انګیري چې برید کوونکي یوازې دغه کار کړی دی.

د کوپنهاګن د پولیسو مشر همداراز وویل: «موږ پراخې پلټنې کړې او په کوپنهاګن کې به هم خپل پراخ حضور او عملیاتو ته دوام ورکړو ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې زموږ فرضیه سمه ده او بریدګر یوازې عمل کړی دی.»

د کوپنهاګن پولیسو، په ټویټر کې د یوه ويډیویې پیغام په خپرولو سره، له ښاریانو غوښتي چې د پېښې په تړاو ویډیوګانې او نور جزیات پولیسو ته واستوي.

ټاکل شوې ده چې د دغه ۲۲ کلن کس څخه دوشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۴مه نیټه) پوښتنې وشي.

د امريکا په يوه ښوونځي کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي

د پوليسو د څرګندونو له مخې د نيولو په وخت کې له هغه سره يوه اندازه وسلې او مرمې هم ترلاسه شوي دي. د ډنمارک شاهي کورنۍ له خلکو د پیوستون غوښتنه وکړه. د ډنمارک لومړي وزیر میته فریدریکسن، دغه پېښه یو «وحشیانه برید» بللی او هغه یې غندلی دی.

دا وسله وال برید هغه مهال وشو چې ټاکل شوې وه د پېښې ځای ته څېرمه د برتانوي سندرغاړي هیري سټایلز، کنسرت په سیمه ییز وخت اته نیمې بجې ترسره شي. هغه شرکت چې دا کنسرت یې تنظیم کړی وو، له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې له پولیسو سره تر مشورې وروسته یې پریکړه وکړه چې کنسرت د پخوا په څیر پر مخ یوسي.