1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار-کابل پر لویه لار ترافیکي پيښې مرګ ژوبله اړولې ده

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د کابل او کندهار تر منځ په لویه لار ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/4Qbqr
Verunglückter Bus in Kandahar, Afghanistan
انځور: DW/M.Ismail

د کندهار د والي ویاند حاجي زید د پنجشبنې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۲۷مه) دویچه ویله ته وویل چې یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر له کندهاره  کابل ته روان و، چي د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کي د زیات سرعت له امله چپه سوی دی. د زید په قول، په یاده پېښه کي ۱۸ مسافر ټپيان او۶ کسه مړه سوي دي. 

اړوند: کندهار: تیره میاشت ترافیکي پيښو نږدې ۸۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل چې د پيښي قربانیان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته وړل سوي، چي د ۲ تنو ټپیانو حالت نازک دی. ویل کیږي، چي په ټپیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

اړوند: په افغانستان کي ټرافيکي پيښي گڼ شمېر انسانان وژني

د کابل کندهار لویه لار اکثره وخت د داسي خطرناکو پيښو شاهده وي، چي د ټرافیکو مسؤلین يې پړه د موټرچلوونکو پر بې غورۍ او زیات سرعت ور اچوي، خو موټر چلوونکي بیا د لاري خرابوالی هم د دغسي پیښو لوی علت ګڼي.