1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترافیکي پيښو ډیروالي کندهاریان انديښمن کړي دي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۰ بهمن ۱, جمعه

د کندهار عام ښاریان وايي، په دې وروستیو کي ټرافیکي پيښي زیاتي سوي او په ښار کي د ننه دا پيښي د هغو طالبانو لخوا رامنځته کیږي، چي له موټر چلولو سره بلد نه دي.

https://p.dw.com/p/45sle
Verunglückter Bus in Kandahar, Afghanistan
آرشیف انځورانځور: DW/M.Ismail

د کندهار عام ښاریان وايي چې په دې وروستیو کي ټرافیکي پيښي زیاتي سوي. د دوی په قول په دې کي تر ډېره هغه طالبان شامل دي، چي په امنیتي پوستو کي دنده لري او په یوه اوبل نامه دولتي موټران په ښار کي یوې اوبلي خواته ګرځوي.

ښاریان وايي، دغه طالب امنیتي کسان ټرافیکي اصولو ته هیڅ پام نه کوي او په ورځ کي خامخا له یوې داسي پيښي سره مخامخ کیږي.

د ګل احمد او خیرالله په نومونو د کندهارښار دوه تنه اوسیدونکي همدغه خبره کوي او زیاتوي، چي په ورځ کي خامخا له یوې داسي ټرافیکي پيښي سره مخامخ کیږي، چي هغه پېښه د طالبانو حکومت ته د منسوب کسانو لخوا رامنځته سوې وي.

ګل احمد وایی: «له هغه وخته، چي طالبان راغلي هغوی دولتي رنجرموټران دومره تیز ځغلوي، چي هیڅ ټرافیکي او ښاري اصولو نه مراعتوي.

په تیره هفته کي يې زموږ د خپلوانو څخه دوه تنه د ښار په چهارسو او یوه بله سیمه کي په موټر وهلي وو.«

یو بل تن خیرالله بیا وایي: » همدا تیره ورځ يې یوه سپين سرې ښځه، چي له سړک څخه اوښتل په رنجر موټر يې ووهله ، که څه مو هم روغتون ورسول، خو هغه مړه سوه.»

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټرمحمد قاسم په دې اړه مشخص څه نه وايي، خوپه تیره میاشت کي له ټرافیکي پيښو څخه د ور وړل سویو کسانو په اړه وايي، د روان کال په لیندۍ میاشت کي تر ۷۰۰ زیات کسان دوی ته ور وړل سوي دي. د سرطبیب په قول، په یادو کسانو کي ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چي د ټرافیکي پيښو په ټولو قربانیانو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي.

«د قوس په میاشت کي ۷۲۱ تنه د ټرافیکي پيښو قربانیان میرویس حوزوي روغتون ته راوړل سوي دي، چي په دې کي ۲۹۸ تنه مریضان بستر سوي.

په بستر ناروغان کي ۱۳ تنه مړه سوي او ۱۴ يې له ټرافیکي پيښو مړي ورته راوړي، چي مجموعا ۲۷ تنه کیږي.«

نوموړی وايي، د ټرافیکي پيښو یاد قربانیان د کندهارښار ترڅنګ له ولسوالیو او نژدي ولایتونو څخه ورته راوړل سوي دي.

د کندهارامنیه قومندان ملا عبدالغفار محمدي بیا وايي، هیڅ چاته اجازه نه ورکوي، چي قانون تر پښو لاندي کړي.

د محمدي په قول، د کندهار ټول امنیتی مسؤلین او منسوبین له ټرافیکو ریاست سره کلک همکار دي او تل هڅه کوي، چي د ټرافیکي قوانینو ماتونکي سمدستي د قانون منګولو ته سپاري.

او ترڅنګ يې په هره اوونۍ کي د ټرافیکي پيښو دګراف د راکښته کولو په موخه د موټرچلووني روزنیز کورسونه شروع کړي دي، چي همدااوس پکښي زیات کسان تر روزنه لاندي دي.

»په دې نژدې ورځو کي مو ۲۵۸ تنو ته مو د موټر چلووني درسونه ورکړي او لایسنسونه يې ویشل سوي او یوشمیر نورو کسانو نوملیکنه کړې، چي هغوی به هم د روزني په روانه لړۍ کي شامل کړل سي.«

دا په داسي حال کي ده، چي د ټرافیکو مسؤلین ویجاړ سړکونه او نړېدلي پلونه د ټرافیکي پيښو د زیاتوالي ځانګړي علتونه ګڼي.

محمد ابراهیم سپيڅلی: ن.ز