1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا وبا له پيل راهيسي له آلمانه د مهاجرو لومړی اخراج

۱۳۹۹ تیر ۲۶, پنجشنبه

په جرمني کي د کرونا ويروس له خپريدو راهيسي د نه منل سوو مهاجرو لومړی پرواز له فرانکفورت څخه اسلام آباد ته وو. په دې پرواز کي ۱۹ پاکستانيان اخراج سوي دي.

https://p.dw.com/p/3fPtt
Deutschland Flughafen Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د جرمني د فرانکفورت نړيوال هوايي ډگر پوليسو ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ ۱۹ مهاجر په يوه الوتکه کي اسلام آباد ته اخراج سول. د جرمني فدرالي پوليسو «زود دويچه څايتونگ» ورځپاڼي ته د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي اخراج سوي کسان د پاکستان وگړي ول.

د پوليسو په خبره په دغه الوتکه کي چي له يونان څخه يې پرواز کړی وو، لس نور مهاجر هم سپاره ول چي له يونان څخه اخراج سوي ول. د مهاجرو ملاتړو سازمانونو پر دغه کار باندي نيوکه کړې او ويلي يې دي چي په دغسي يوه وخت کي بايد دغه شان اقدام نه وای سوئ.

د بايرن ايالت د کليسايي مهاجرو سازمان يوه کارکوونکي ستيفان ريچل ويلي دي چي آلمان د دغو اخراج سوو کسانو د روغتيا ضمانت نه سي کولای او په دې سره هغه پوليس چي دغه کسان تر پاکستانه پوري بدرگه کوي او دغه شان د الوتکي خدمه له خطر سره مخامخ کوي.

اړونده موضوع:د کرونا محدودیتونو تر لیرې کیدو وروسته د مهاجرو د اخراج اټکل

د جرمني په پارلمان کي زرغون گوند هم دغه عمل «غير مسئولانه» بللی. هغوی ويلي دي چي د کرونا وبا پرمهال د بشري حقونو معيارونه حکم کوي چي له ټول آلمان څخه بايد اخراجونه متوقف سي.

خو د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر بيا د دغو اخراجونو هرکلی کړی دی او ويلي ئې دي چي ځينو ايالتونو په ستونزمنو حالاتو کي هم اخراجونه تيار کړي دي. هغه ويلي دي چي د هيواد مرکزي حکومت يې د ايالتونو د دغه کار ملاتړ کوي. هغه له مبدا هيوادونو څخه غواړي چي ور اخراج سوي مهاجر دوباره ومني.

زموږ له آرشيف څخه: