1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا محدودیتونو تر لیرې کیدو وروسته د مهاجرو د اخراج اټکل

۱۳۹۹ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزارت د کرونا اړونده محدودیتونو کمیدو ته په کتو سره د کال په دوهمه نیمایي کې د رد شوو مهاجرو د اخراج لړۍ د پیلیدو اټکل کوي.

https://p.dw.com/p/3dqSy
Abschiebeflug nach Afghanistan
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د مسیحي سوسیال اتحاد (سي اس یو) سیاستوال او د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هېرمن، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ د کرونا د کړکیچ په پایله کې له نوو شرایطو سره مخامخ شوي یوو. پروازونه اوس له دې کبله دریدلي دي چې مبدا هیوادونه د [کرونا ویروس] د خپریدو د خطر له کبله ډیر کم اخراجونه مني.»

هغه اټکل کوي چې د کال په دوهمه نیمایي کې به نرمښت راشي. د هغه په خبره «په ټوله کې به هوایي ترافیک یو ځل بیا ډیر شي.»

په پام کې ده چې له چهارشنبې څخه به د جمعې تر ورځې پورې د آلمان د کورنیو چارو وزیر د ایالتونو له کورنیو چارو وزیرانو سره په دې هکله په اېرفورت ښار کې بحثونه وکړي.

د بایرن ايالت د کورنیو چارو وزیر هېرمن له نظره سوریې ته هم باید د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ پېل شي. د کورنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې د سوریایي کډوالو د اخراج ممنوعت ښایي تمدید شي. خو هېرمن ټینګار کړی دی چې «زموږ له نظره باید په ځانګړې ډول د مجرمو پناه غوښتونکو» اخراج ترسره شي.

هېرمن له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې وړاندې ویلي چې «په راتلونکې کې باید یو تفکیک هم موجود وي. د بیلګې په توګه یو سوریایي چې د جرم مرتکب شوی وي او یا د اسد له رژیم څخه پلویتوب کوي، بیرته دمشق ته واستولی شو.»

زموږ له آرشیف څخه: