1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانکور سږنۍ پایلې اعلان شوې، اول نمره د فراه اوسیدونکی دی

۱۴۰۲ شهریور ۱۳, دوشنبه

د طالبانو حکومت د کانکور آزموینو پایلې اعلان کړي دي. د سږ کال په کانکور آزموینو کې له فراه ولایت څخه یو زده کوونکی اول نمره شوی دی. طالبانو همدا راز ادعا کړي چې په سږني کانکور کې هیڅوک ناکام شوی نه دی.

https://p.dw.com/p/4VwDk
Afghanische Studenten
انځور: DW/A. Behrad

د طالبانو د حکومت د ملي آزموینو ادارې نن د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر میاشتې ۴مه) په یو لړ مراسمو کې د سږني کانکور ازموینو پایلې اعلان کړې.

د طالبانو د ملي آزموینې د ادارې د معلوماتو له مخې، په سږني کانکور کې له فراه ولایت څخه د محمود په نامه یوه زده کوونکي چې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی دی، د ۳۵۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ګټلی دی. زیاته شوې چې د کانکور دوهم نمره بیا د کابل د غازي لیسې زده کوونکی عباس دی او دریم مقام بیا د کابل د حبیبیې لیسې زده کونکي خپل کړی دی او په دې توګه یې د کابل طب پوهنځي ته لار موندلې ده.

د کانکور هیڅ ګډونوال نه دي ناکام شوي

د طالبانو د وزیرانو شورا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کانکور آزموینو د پایلو د اعلان په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل چې په سږني کانکور کې هیڅوک ناکام شوی نه دی او دا چې ټول ګډونوال د هیواد مختلفو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سږني کانکور کې د تیرو دوو کلونو په څیر هیڅ نجونو ګډون نه دی کړی. په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې، د کانکور په آزموینو کې دوه وار پر له پسې ډول لومړی مقام نجونو ترلاسه کړی وو.

 په سږني کانکور کې د تیرو دوو کلونو په څیر هیڅ نجونو ګډون نه دی کړی.
په سږني کانکور کې د تیرو دوو کلونو په څیر هیڅ نجونو ګډون نه دی کړی.انځور: AFP/Getty Images

د دولسم ټولګي يو شمېر هغه نجونې چې له زده کړو او د کانکور په ازموينه کې له ګډونه محرومې شوي دي، د کانکور ازموينو د پایلو اعلان پر خپلو زخمونو د مالګې شیندلو په څیر ګڼي او وايي چې په دې ازموينه کې یې هم د ګډون ارمان پوره نه شو.

پاریسه سنايي، په پلازمینه کابل کې د یوه ښوونځي فارغه ده، چې د کانکور په ازموینه کې یې د ګډون له پاره چمتووالی هم نیولی و، خو د طالبانو له لوري د کانکور په سږنۍ آزموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغې په ​​مایوسۍ او خواشینۍ سره دویچه ویله ته وویل: «نن د کانکور پایلې اعلان شوې، او زموږ په زړه ارمان پاتې شو. موږ نجونې په دې خواشیني یو خو که موږ ته آزموینه کې د ګډون اجازه راکړل شوې وای، زموږ د هڅو او زحمتونو پایلې به معلومې شوې وای.»

د شاتګ سیاست

هغه په ​​مات زړه سره زیاتوي: «زموږ په ټولنه کې تر ټولو خوشحاله نسل هغه نارینه دي  چې کولی شي په آزاده توګه کار او مطالعه وکړي او خپل هدف ته ځانونه ورسوي. موږ چې هڅې کوو، دوی زموږ پر وړاندې خنډ جوړوي، داسې خنډونه چې موږ ورڅخه د تیریدو توان نه لرو.»

«غواړم د افغانستان د آبادۍ له پاره زیار وباسم»

د افغانستان د پخواني حکومت د لوړو زده کړو وزارت پخوانۍ مرستیاله ثریا پیکان، د کانکور د پایلو اعلان ته په غبرګون سره وايي چې طالبانو په تیرو دوو کلونو کې نجونې له خپلو شرعي او اساسي حقونو بې برخې کړي دي. هغې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ممنوعیت په هکله وویل: «د دا ډول یو اړخیزو کړنو او فرمانونو پایله د افغان ولس او ټولنې په زیان دي او په دې توګه ځوانان له علم او پوهې څخه لیرې ساتل کېږي او دا هر څه د افغانستان د دښمنانو په ګټه دي.»

هغه د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو او نورو اسلامي هیوادونو کې د ښځو او نجونو تعلیم ته په اشارې سره زیاته کړه: «نن ورځ موږ د علم او پوهې په برخه کې له ګاونډیو هیوادونو سره یو ځای پرمخ نشو تلی. موږ یوه تیاره حالت ته ور روان یو، حذف او محرومیتونه ادامه لري او موږ په بشپړه توګه د شاتګ پالیسي تجربه کوو.»

د طالبانو د ملي ازموينو د ادارې مشر شيخ عبدالباقي حقاني، د کانکور د ازموينې د پايلو د اعلان په مراسمو کې همدا راز ویلي چې سږ کال په اماراتي پوهنتونونو کې ٤٤٣٣٤ تنه محصلين جذب شوي چې د تېر کال په پرتله ٣٤٩٤ تنه زياتوالی ښيي.