1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د کانکور آزموینې پيل؛ نجونو ته د ګډون اجازه نشته

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

د ازموینو ملي اداره وايي، د سږکال کارنکور آزموینې د پيل په درشل کې به نن په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۲ ټولګي له فارغانو آزموینه واخېستل شي. سږ کال به په لومړي ځل د نجونو له ګډون پرته کانکور ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/4UAuy
ارشیف انځور: په کانکور کې هم د نجونو ګډون تر آمر ثانې ځنډېدلی
ارشیف انځور: په کانکور کې هم د نجونو ګډون تر آمر ثانې ځنډېدلیانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د طالبانو حکومت د آزموینو ملي ادارې د اعلان شوي مهالویش سره سم، د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور آزموینې په لومړي پړاو کې، نن پنجشنبه (۲۰۲۳م کال د جولای ۲۰) په یوولسو ولایتونو (لوګر، پکتیا، تخار، بغلان، سرپل، فاریاب، غور، بامیان خوست او دایکنډي) ولایتونو کې د کانکور آزموینه پيل شوه.

په دې اړه د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه لومړي دور ازموینه کې د څوارلسم پاسانو او دیني مدارسو فارغانو په شمول د دولسم ټولګيو ۲۴ زره ۴۳۷ کسانو ګډون کړی، چې ازموینه به یې تر سبا ۳۰ مې نېټې پورې دوام ولري.»

کانکور کې د نجونو ګډون پر ځنډولو توندې نېوکې شوي
کانکور کې د نجونو ګډون پر ځنډولو توندې نېوکې شويانځور: Getty Images

له نجونو پرته کانکور

په تېرو څه کم درې لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو له پاره د کانکور آزموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره کیږي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په ترڅ کې تر «امر ثاني» د کانکور په آزموینه کې د نجونو ګډون ځنډولی دی.

اړوند مطالب:طالبان له هغو نجونو چې ۱۲ ټولګی یې نه دی لوستی آزموینه اخلي

د آزموینو د ملي ادارې پر ټویټرپاڼه په دې اړه لیکل شوي: «د سږ کال کانکور آزموینې په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري يوازې د نارینه محصلانو جذب مکتوب راغلی دی. فلهذا دا کار د عالي تحصیلاتو دی چې له چا څخه ازموينه اخلي او يا يې نه اخلي.»

لوړو زده کړو وزارت یواځې همدومره ویلي دي چې ترڅو په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو دوام ځنډیدلی وي، په کانکور کې یې ګډون هم ځنډول کیږي.

د کابل پوهنتون یوه پخواني استاد عبیدالله وردګ د طالبانو حکومت پردې پریکړه د سختي نېوکې په ترڅ کې وویل، تېر کال یې په پوهنتونونو کې د نجونو له پاره تحصیلي څانګې محدودې کړې او سږکال یې له تحصیل او آزموینې په بشپړ ډول بې برخې کړې.

وردګ دویچه ویله ته وویل: «له دې سره جوخت یوه بله جالبه موضوع داده چې دوی له تېر کال راهیسې د کانکور په آزموینه کې د شمولیت فورمې بیلابیلو ښوونځیو ته لېږلې دي او د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې چې هلته نجونې له لیسو فارغې شوې دي او یا د تېر کال فارغانې پاتې وې، پر هغوی ټولو د کانکور آزموینو دغه فورمې وېشل شوي او په مقابل کې یې ۵۰۰ افغانۍ هم ترې اخېستل شوي دي.»

«غواړم د افغانستان د آبادۍ له پاره زیار وباسم»

 د پوهنتون دغه استاد چې تېر کال یې پوهنتونونو کې د نجونو په حضور د بندیز په غبرګون له دندې استعفا هم کړې وه، له چارواکو غوښتي چې د نجونو په حق کې باید دومره لوی «ظلم» ونه شي.

چارواکو ویلي سږ کال په پوهنتونو کې د جذب کچه لوړه ده چې له مخې به یې ډېر ځوانان په تحصیلي څانګو کې جذب شي.