1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د کابل اوسیدونکي له جنايي جرمونو او غلاوو څخه په تنګ دي

۱۳۹۹ مرداد ۳۱, جمعه

په کابل کې د هرې ورځي په تيريدو سره په جنايي پيښو او غلاوو کې زياتوالی راځي. د کابل امنیتي چارواکو په تيرو دوو میاشتو کې د جنايي جرمونو په تړاو د پنځه سوه کسانو د نيولو خبر ورکړی او له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3hI7t
Symbolbild Terrorismus Afghanistan
آرشیف انځور: په کابل کې امنیتي ځواکونهانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د کابل اوسیدونکي د جنايي پيښو او په غلاو کې په وسلو سمبال غلو او لوټمارانو څخه په تنګ شوي دي.هغوی وايې چې د ښار په ټولو برخو کې غله شته. کله چې هوا تياره شي ډير لږ کسان له کوره د وتلو جرآت کوي او د دې خطر شته چې خلک د څوو زره افغانيو، یا يو مبایل له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په کابل کې غلاوې چور او چپاول په جدي توګه پراخ شوی چې خلکو پر پولیسو خپل باور له لاسه ورکړی. د ښار ځينی اوسیدونکې حتي پولیس په دغه پيښو کې په لاس لرلو تورنوي.

د کابل ښار د پنځمې ناحيې اوسیدونکې بریالی په دوو میاشتو کې دري ځلې له وسله والو غلو سره مخامخ شوی. هغه وايې:«زه په کوڅه کې غلو درې ځلې درولې يم، نغدې پيسې او مبایل يې راڅخه وړي دي او ما د هغوی پر غلا هيڅ اعتراض نه دی کړی، ټول هغه څه چې مې درلودل هغوی ته مې تسليم کړي. ځکه پوهيدلم چې ژوند مې په خطر کې دی.»

بريالي افغان امنيتي ځواک په کم کارئ تورنوي او وايې چې که چيري امنیتي ځواکونه د غلو د نیولو کوښښ وکړي، نو هيڅ غل او لوټمار به د دې جرآت ونه کړي چې په رڼا ورځ خلک ولوټې.

د غلاو ډيروالي او انسان تښتوني سوداګر انديښمن کړي

د کابل د دريمي ناحيې اوسیدونکې شفيع چې يو ځل غلو لوټلې وايې:«زه د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې اوسیږم او په دغه ځای کې اصلا کوم غل نه شته، خو په دې وروستیو کې دلته هم غله راغلی او په غلاګانو لاس پورې کوي.»

هغه وويل: »يوه ورځ چې له وظيفې څخه د کور پر لور روان وم، زما تر وړاندې درې تنه غله ودريدل او له مانه يې وغوښتل چې نغدي پيسې او مبايل مې ورته تسليم کړم، که نه نو پر مابه ډزي وکړې. ما پرته له دې چې کوم مقامت وکړم د ۴۵ زره افغانيو مبايل او نغدي پيسې مې ورته په لاس کې ورکړې.

دغه راز د کابل اوسیدونکي آرام او سکون نه لري. هره شپه د کابل ښار په بیلا بيلو سيمو کي د ډزو غږونه اوريدل کيږې. خلک يو بل ته د غلاو او لارو نيولو کيسې کوي.

په کابل ښار کې د دغه ناامنيو زياتیدل او له امنيتې حالت څخه د خلکو انديښنو ته په پام سره، دوې شپې مخکي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل لومړي معاون سره د کابل پنځمي امنيتي حوزې ته تللی او آمنيتي وضعيت يې له نږدې ارزولی دی.

په همدې اړه د کابل امنيې قوماندان وياند فردوس فرامرز دویچه ویله ته وويل چې د کابل امنيتي ميثاق له دوو مياشتو راهسې عملي شوی او په دغه موده کې تر۵۰۰ زيات مجرمين نيول شوي دي. فرامزر وويل:«افغان امنيتي ځواکونه شپه او ورځ کوښښ کوي چې د کابل په امنيت کې ښه والی راشي. د وخت په تيريدلو سره د جرمونو ګراف ټيت شي او د کابل ښار امنيت ټينګيدلو له پاره له امنيتي قواو سره د خلکو همکارئ ته اړتیا ده.»

په افغانستان کې د کرونا ويروس په خپريدلو سره بيکاري ډيره شوې او خلک په دې باور دي چې د غلاوو د زياتوالی يو سبب بيکاري او فقر دی. که له يوې خوا په کابل کې جنايي جرمونه زيات شوی، نو له بل پلوه دغه ښار له ناآمنيو او ترهګرو بریدونو سره هم مخامخ دې.