1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل اوسیدونکي د وسله والو غلاوو په اړه شکایت کوي

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د طالبانو لویه ادعا دا ده چي په افغانستان کي يې امنیت ټینګ کړی دی، خو هره ورځ د افغانستان له بېلا بېلو ښارونو په ځانګړي ډول له کابل څخه د وسله والو غلاوو راپورونه ورکول کیږي. په دې اړه د خلکو شکایتونه ډېر سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Oido
د کابل یو شمېر اوسیدونکي وايي چي په وروستیو شپږو میاشتو کي وسله والي غلاوي ډېري سوي
د کابل یو شمېر اوسیدونکي وايي چي په وروستیو شپږو میاشتو کي وسله والي غلاوي ډېري سويانځور: picture-alliance/AA/H. Sabawoon

د کابل یو شمېر اوسیدونکي وايي چي په وروستیو شپږو میاشتو کي وسله والي غلاوي ډېري سوي او هر څوک چي د وسله والو غلو په وړاندي دریږي، غله يې يا وژني يا ژوبلوي.

په دغسي یوه تازه پېښه کي وړمه شپه وسله وال غله د کابل په لوېدیځ کي یو کور ته ور ننوتل او د کورنۍ د درېو غړو له ژوبل کولو وروسته له سیمي تښتېدلي دي.

د کابل ښار د لوېدیځي څنډي یو اوسیدونکي سخیداد دویچه ویله ته وویل: «د دوشنبې په شپه ۷ بجې د احمدي مسجد په کوڅه کي وسله وال غله یو کور ته ور ننوتل، په دغه کور کي يې یو سړی او یوه ښځه په چاقو ژوبل کړل او له سیمي څخه په تېښته بریالي سول.»

اړوند: په ميدان وردگو کي خلک له ناامنيو څخه سر ټکوي

له هغه وروسته، چي طالبانو دوهم وار د افغانستان واګي ترلاسه کړي، فقر او سخته وزګارتیا ډېره سوې ده، همدغه حالت د غلاوو او جنايي پيښو ګراف لوړ کړی دی. 

د کابل ښار د کلا فتح الله سیمي یو اوسیدونکی ګل احمد وايي، ان د ورځي لا غلاوي کیږي: «د دوشنبې په ورځ غرمه مهال دوو موټرسایکل سپرو د یو کس له لاسه ټلیفون حمله او له سیمي وتښتېدل، هغه کس چي هر ډول د مرستي نارې وکړې، خو څوک يې مرستي ته حاضر نه سول.»

د کابل اوسیدونکي وايي، یوشمېر داسي وسله وال غله هم وي، چي هغوی په پيل کي ځان طالبان معرفي کوي او خلک په کوڅو کي د تلاښۍ په موخه دروي، نقدي پیسې او قیمتي شیان ورڅخه اخلي.

اړوند:  مکسیکو: غلو د میلیونو ډالرو په ارزښت طلایي سکې غلا کړي

حمید شمالي د خیرخانې مېني اوسیدونکی وايي: «د طالبانو وسله وال کسان پر موټرسایکلونو په فرعي کوڅو کي ګرځي، خلک راګرځوي او ورته وايي تاسو شکمن یاست او باید تلاښي ورکړي، کله چي د تلاښۍ پرمهال يې په جیب کي پیسې یا ارزښتمند ټلیفون وویني ځیني اخلي يې او ورته وايي د خبروکولو حق نه لرې.»

د خیرخانې مېني دغه اوسیدونکی وايي، اوس شاوخوا خلک په نوبت سره د خپلي سیمي ساتنه کوي او که چیري کوم شکمن څوک وویني نارې وهي ترڅو ټول خلک له خوبه راویښ او د بامونو سرونو ته وخیژي.

اړوند: په کابل کي جنايي جرمونه هره ورځ له انسانانو ژوند اخلي

معلومه نه ده، چي ایا دغه خلک په رښتیاهم د طالبانو سره اړیکه لري که یوازي د طالبانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي؟ 

وړمه ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «هرچا چي جرم او جنایت کړی دی، ان که د اسلامي امارت سرتیري هم وي، د کشفي او امنیتي څانګو له خوا نیول سوي او دوسيې يې عدلي او قضايي څانګو ته سپارل سوي دي، د دغسي کسانو شمېر ډېر دی.»

اړوند: ايران: يوه نښته کې درې پاسداران او «پنځه غله» وژل شوي

د کابل د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي ویاند خالد ځدراڼ دویچه ویله ته وویل، په وسله والو غلاوو کي د ملکي خلکو د ژوبلېدو په اړه معلومات نه لري او په دې اړه پلټني کوي. 

د ټولنیزو چارو کارپوه نجیب اخلاقي د وسله والو غلاوو د ډېرېدو په اړه وايي: «هیڅوک د امنیت احساس نه کوي، نه يې مال په امن کي دی او نه يې هم ځان. که چیري په دې اړه پاملرنه ونه سي د طالبانو تش په نامه حکومت به دړي وړي او خلک اړ کېږي، چي پر وړاندي يې راپورته سي او یا هم د طالبانو له مخالف ډلو سره یوځای سي.»

زموږ له ارشیف څخه: