1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ايران: يوه نښته کې درې پاسداران او «پنځه غله» وژل شوي

۱۴۰۰ دی ۱۲, یکشنبه

د ايران نيمه پوځي انقلابي ساتونکي ځواک او يوه وسله واله ډله د شنبې په ورځ د ايران په سويل ختيځ کې سره ونښتل چې درې پاسداران او «لږ تر لږه ۵ مجرمين» پکې ووژل شول. دغه خبر دولتي ايرنا خبري اژانس ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/453WB
Iran Spezialeinheiten der Polizei
انځور: mashreghnews

په رپوټ کې راغلي چې نښته د شنبې په ماښام د کورين په ولسوالۍ کې تقريبا ۱۱۲۰ کيلومتره له پلازمېنې تهران څخه لېرې د پاکستان سرحد سره څېرمه وشوه. داسې هم ويل شوي چې لږ تر لږه پنځه وسله وال کسان په دغه پېښه کې ژوبل شوي هم دي. خو نور جزئيات ورنه کړل شول.

د ايران د سيستان او بلوچستان په ولايت کې وار په وار د ايران د حکومتي ځواکونو او بېلابېلو وسله والو ډلو تر منځ نښتې کيږي.

دغه ولايت چې له افغانستان او پاکستان سره مشترکې پولې لري، هغه سیمه هم ده چې له القاعده سره تړلې يوه سني مذهبه بېلتون غوښتونکې ډله، جيش العدل، پکې هم خپل عمليات کوي.

امنيتي ځواکونه دلته د مخدره توکو له قاچاق کوونکو سره هم نښتې لري ځکه چې دغه ولايت د افغانستان د هېروينو او آفينو د يوې اصلي لارې په اوږدو کې پروت دی. تېر جولای هم وسله والو کسانو څلور پاسداران په ډزو وويشل او ووژل.