1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

د چین پوځي مانورنه؛ تایوان ته ځيني پروازونه لغوه شوي

۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعه

د تایوان د اطرافو په اوبو کې د چین پوځي مانورنو ځينې باروړونکې کښتۍ اړ کړي چې د تايوان تنګي پر لور حرکت وکړي او له دغې جزيرې ځانونه لرې وساتي. يو شمیر هوايي شرکتونو هم تایوان ته خپل پروازونه کنسل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4FAGy
Taiwan China Konflikt Manöver
انځور: Hector Retamal/AFP

د چارو کارپوهان وايي په سېمه کې وروستي تحولات به په ټوله نړۍ کې د کارګو او نورو کښتیو په کلیدي تجارتي لارو کې اختلالات رامنځ ته کړي.

تایوان ته د امریکا د کانګریس د مشرې نانسي پلوسي سفر د چين سخته غوسه راپارولې او له دې سره چين د تایوان په اطرافو کې پراخ پوځي مانورنه پيل کړي دي. په دغو مانورونو کې توغندي توغول شوي او تر جنګي جیت الوتکو پورې پکې استفاده شوې ده.

له سينګاپور څخه د رويترز د رپوټ پر اساس، سربیره پر دې چې د تایوان بندرونه په نورماله توګه فعالیت لري، اما شنونکي او د ګښتيو مالکان وايي چې د دغې جزېرې په اطرافو کې يو شمیر کارګو کښتۍ او د تيلو ټانکرونه د چین پوځي مانورونو سره په تقابل کې واقع شوي او اړ شوي چې خپلو مسیرونو ته تغير ورکړي.

د تایوان ۱۸۰ کيلومتره پراخ تنګۍ او د دغې جزېرې په ختيځ کې د کښتۍ چلوني مسير، له شرقي آسیا څخه امریکا متحده ایالاتو ته د مالونو د انتقال کلیدلي لارې دي. د تجارتي چارو شنونکي وايي چې تایوان پر سر شخړه به پر نړیواله سوداګرۍ شدید اغیز ولري.

د کښتيو د مالکيت ټولنې (BIMCO) مشر، نیلز راسموسن وويل: «يو شمیر کښتيو وار د مخه د احتیاط مخکيني تدابیر په نظر کې نيولي دي او دوی د تایوان تنګۍ پر ځای د جزيرې شرق لور ته پر مخ ځي.»

مسکو: چین حق لري د تایوان په اطرافو کې مانورونه ترسره کړي

د فرايټوس د حمل و نقل شاخص اجرائیه مشر، زوي شغیایبر، وايي: «سیمه ايز کشمکش به د دې سبب شي چې کښتۍ بديلې لارې وکاروي.» هغه وايي دې سره به انتقالات زیاد وخت نیسي، په مهالویش کې به ېې ګډوډي او انتظار رامنځ ته او لګښتونه به هم لوړ شي.

هوايي شرکتونو هم د تایوان پلازمېنه تايپې ته پروازونه کنسل کړي دي. کوریايي هوايي شرکت ويلي دي چې د پوځي مانورونو له کبله ېې سیول او تايپې ته د جمعې او شنبې ورځې پروازنه لغوه کړي دي.

پلوسي د تایوان له ولسمشرې سره وکتل؛ بیجینګ د امریکا سفیر احضار کړ

د سینګاپور هوايي شرکت ويلي دي چې سينګاپور او تايپي تر منځ د جمعې ورځ پروازونه ېې لغوه کړي دي. د جاپان د هوايي شرکت، انا هولدینګ، ویاند بیا ويلي دي چې تايپې ته د دغه شرکت پروازونه تر اوسه پورې په نورماله توګه ادامه لري. د هانک کانګ چتیا پسفيک هوايي شرکت ويلي دي چې دوی هم له پنجشنبې ورځې راهیسې د تایوان شاوخوا هوايي حریم په سیمو کې له پروازونو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن د جمعې په ورځ د تایوان په اطراف کې د چین پوځي مانورنه په سیمه کې د «پام وړ تشدید» وبلل.

بلینکن دغه خبره په کمبودیا کې د سويلي اسیا هیوادونو ټولنې د ېوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړه او وې ويل چې هغه له پنکنګ څخه غوښتي چې له مانورنو په شا شي. هغه دا هم وويل چې تایوان ته د پلوسي سفر سولیز وو او د تایوان په هکله د امریکا په پالیسۍ کې ېې کوم بدلون نه دی وړاندې کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د روسېې د ولسمشرۍ ماڼۍ یا کریملین ویاند دیمیتري پسکوف ويلي ول چې د دغو تمريناتو تر سره کول د چین حق دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل