1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

مسکو: چین حق لري د تایوان په اطرافو کې مانورونه ترسره کړي

۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبه

د روسېې ولسمشرۍ ماڼۍ، کریملین، د پنجشنبې په ورځ وويل چې دا د «چین حاکمیتي حق دی» چې د تایوان په اطرافو کې پراخ پوځي مانورنه ترسره کړي. کریملين همدارنګه امریکا په سیمه کې تاوتریخوالو ته په لمن وهلو تورنه کړه.

https://p.dw.com/p/4F8NW
Russland | Kreml Sprecher Dmitri Peskow bei einer Pressekonferenz in Moskau
د کریملین ویاند دیمیتري پسکوفانځور: Sergey Gunee/Sputnik/REUTERS

د کریملین ویاند ديميتري پسکوف دغه خبره په یوه خبري کنفرانس کې د چين پوځي تمریناتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

هغه خبریالانو ته وويل: «تایوان ته د نانسي پلوسي له سفر سره په سیمه او د تایوان په شاوخوا کې تاوتريخوالی راپارېدلی دی.» د امریکا د کانګریس مشرې، د چین د مخالفتونو سربیره تایوان ته سفر وکړ.

پسکوف په دې هکله زیاته کړه: «دا په بشپړه معنی یو غیر ضروري او د غیر ضروري تحريک سفر وو.»

چين له تایوان څخه د پلوسي تر کتنې یوه ورځ وروسته، پنجشنبې د اګست ۴مه د تایوان په اطرافو کې خپلو پوځي تمریناتو ته زور ورکړ چې په دې لړ کې يو شمیر توغندي توغولي دي. د تایوان دفاع وزارت هم ويلي دي چې چین د تایوان شمالي، جنوبي او شرقي سواحلو ته پر نژدې سيمو ټول ټال ۱۱ ډانګ فنګ ډوله بالستیک توغندي توغولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د چین او تایوان پر مسئله غبرګون ښودلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې وضعیت ته په کتو سره چین او امریکا دې د تایوان پر سر خپلمنځي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.