1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چيلي په ځنګلونو کي اور لګېدنه؛ ۱۱۲ کسان مړه شوي دي

۱۴۰۲ بهمن ۱۶, دوشنبه

د چيلي په مرکزي سيمه والپارايسو کې د دوبي د سختې څپې په ترڅ کې د لګيدلي اور د خاموشه کولو هڅې رواني دي. چارواکي اندېښنه لري چې د مړو شمير ښايي نور هم لوړ شي، ځکه د سونو کسانو په اړه اوس هم معلومات نشته.

https://p.dw.com/p/4c2lM
د چيلي په ځنګلونو کې لګيدلو اورونو د لسونو کسانو ژوند اخيستی
د چيلي په ځنګلونو کې لګيدلو اورونو د لسونو کسانو ژوند اخيستیانځور: Javier Torres/AFP

د چيلي په مرکزي سيمه کې د لګيدلي اور د قربانيانو شمير لږ تر لږه ۱۱۲ تنو ته لوړ شوی دی.

د چيلي د کورنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ وويل چې طبي عملې د ۱۱۲ قربانيانو جسدونه ترلاسه کړي دي چې له دوی څخه یې ۳۲ پيژندل شوي. دا په داسې حال کې اوس هم په څلويښتو ځايونو کې اورونه لا نه دي خاموشه کړل شوي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله د سړک پر غاړه هم ځيني جسدونه ليدل شوي دي.

خبريال جان بارليت، چې والپارايسو ښار ته نېږدې دی، د يکشنبې په ورځ دويچه ويله ته وويل چې زه دلته له اوسيدونکو سره په تماس کې يم چې وایي دوی وار په وار جسدونه موندي او دا هغه جسدونه دي چې د مړو په رسمي شمير کې نه دي شامل کړل شوي.

په څو ځایونو کې اوس هم اورونه بل دي

د چيلي د ځنګلونو ادارې د يکشنبې په ورځ په ۱۵۹ ځایونو کې اورلګيدنه ثبت کړې ده چې ټولټال اغیزمنه ساحه یې کابو ۲۸ زره هکټاره ته رسېږي.

چارواکو ويلي دي چې په زرونو کورونه ويجاړ او يا هم زيانمن شوي دي چې په دې کې د والپارايسو د سيمې تر ۳۰۰۰ ډېر کورونه شامل دي.

د پلازمينې سنتياګو په لوېديځ کې ساحلي سيمه ډېره اغېزمنه شوي چېرې چې چارواکو د څه وخت له پاره ګرځبندیز هم لګولی وو.

د رپوټونو پر اساس ځنګلي اورونه اوس د وينا ډېل مار او والپارايسو ښارونو بهرنيو څنډو ته رسېدلي دي. دا ښارونه د سېلانيانو محبوب ښارونه دي.

ولسمشر اغیزمنې سيمې ته تللی

ولسمشر ګابريل بوراک، چې د سيمې پر وخت د يکشنبې په ورځ دې مصیب ځپلې سيمې ته تللی وو، دا یې د ۲۰۱۰م کال تر زلزلې راهېسې «د هېواد تر ټولو ناوړه تراژيدي بللې چې تجربه کوي یې.» د ۲۰۱۰م کال په زلزله کې تر ۵۲۰ ډېرو کسانو خپل ژوند بایللی وو.

د وینا ډېل مار ښار په يوه روغتون کې له قربانیانو سره د ملاتړ څرګندولو پر وخت نوموړي وويل چې «اوس تر ټولو مهمه چاره د اور خاموشه کول او د خلکو ژوند ژغورل دي.»

ولسمشر سر له نننۍ دوشنبې څخه په هېواد کې دوه ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی. له جمعې ورځې راهېسې د بېړني حالت قوانين نافذ کړل شوي، څو قربانيانو ته د مرستې رسېدل آسان شي.

د جمعې په ورځ په اغیزمنو سيمو کې د اضطراري حالت قوانين نافذ کړل شوي
د جمعې په ورځ په اغیزمنو سيمو کې د اضطراري حالت قوانين نافذ کړل شويانځور: Rodrigo Arangua/AFP

چارواکو په هېواد کې له «پيچلي» وضعيت څخه خبرداری ورکړی دی.

پوځ هم د اطفایې له غړيو سره د مرستې په موخه رابلل شوی دی او څرخي الوتکې له هوا څخه د اوبو په پاشلو سره د اور د لمبو د کنترول هڅه کوي. د شنبې او يکشنبې په ورځو په سيمه کې د دوخې درجه ۴۰ سانتي ګراد وه.

د سونو کسانو په اړه اوس هم معلومات نشته

د کورنيو چارو وزيرې کارولينا توها، د مړو د ډېر لوړ شمير په اړه خبرداری ورکړی دی او زياته کړې یې ده چې تر اوس هم تر ۳۰۰ ډېر کسان لادرکه دي.

توها وويل چې داسې شواهد موندل شوي چې په والپارايسو کې اور په قصدي ډول لګول شوی وو.

خبريال جان بارليت، دويچه ویله ته وويل چې چارواکو د اور لګېدنې د علت په اړه پلټنې پېل کړې دي.

په جنوبي نيمه کُره کې د دوبي په مياشتو کې تل په ځنګلونو کې اورونه لګيږي چې پراخه ساحې اغیزمنوي. 

تېره کال د چلي په مرکزي او جنوبي سيمو کې تر ۴۲۵ زره هکټاره ډېره ځمکه ويجاړه شوې وه. دې اورونو لږ تر لږه د ۲۶ کسانو ژوند اخيستی وو.

سږ کال اورلګيدنو د دوبي د ګرمۍ څپې او وچکالۍ  له کبله رامنځته شوي چې علت یې د النینو موسمي پديده ده.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

النينو پديده پر اوبو او هوا څه تاثيرات لري؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل