1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق کې اور لګېدني ۱۰۰ تنه مړه او ۲۰۰ نور زخمی کړي دي

۱۴۰۲ مهر ۵, چهارشنبه

په عراق کې د واده په یوه تالار کې د اور لګېدنې په پېښه کې لږ تر لږه ۱۱۴ کسان وژل سوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي. په دې واده کې شاوخوا زرو کسانو ګډون کړی و او په قربانیانو کې ناوې او زوم هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4WqUe
Irak Feuer in einem Hochzeitssaal
انځور: ZAID AL-OBEIDI/AFP/Getty Images

د عراق په شمال کې د نینوا ولایت په حمدانیه  ښار کې د واده په مراسمو کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱۴ کسان وژل سوي او ۲۰۰ نور ټپیان سوي دي. دا پېښه په ځايي وخت په ۱۰.۴۵  دقیقو پرمهال  سوې ده.

د اور لګیدنې لامل لا نه دی څرګند، خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره سوي ویډیوګانې ښيي چې اور لګېدنه د اور لوبې  وروسته رامنځته سوې.

په خپرو سویو ویډیوګانو کې ليدل کيږي چې د صالون د چت ځینې برخې سوځي او راولويږي. د واده میلمانه هڅه کوي د پیښې ځای پریږدي.

د عراق دولتي خبري اژانس «اینا» په خپل لومړني راپور کې د عراق د روغتیا د وزیر په حواله د مړو او ټپیانو شمېر ۱۵۰ اعلان کړی و. خو د عامې  روغتیا وزارت یو سیمه ییز چارواکي احمد دوبرداني د »روودا« تلویزیون ته وویل چې د ټپیانو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسیږي.

يادې شبکې د دې پېښې ویډیو په ایکس (پخواني ټویټر پاڼه )  کې هم خپره کړې ده.

دعراق لومړي وزیرد دغه هیواد له چارواکو غوښتي دي چې د اورلګېدنې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ټول شته امکانات اماده  کړي.

د عراق د ملکي دفاع د ادارې مشر ویلي، هغه تالار  چې د ودونو لپاره کارول کېږي ډیر  ارزانه او ډېر  ژر اخيستونکو مواد پکښي کارول شوي ول. هغه ټینګار وکړ، چې د ودونو په تالار کې امنیتي اړتیاوې نه دي پوره سوي او نه هم  هلته د خبرداري سیستم نصب سوی  وو، او تالار د اور له امله سخت زیانمن سوی او چت یې هم  نړېدلی دی.

ژغورونکي د تالار د چت نړیدو وروسته  تر خاورو لاندې د قربانیانو په لټه کې وو. د پېښې په ځای کې د شپې په مهال د قربانیانو ژوندي پاتې سوي کسان او ګڼ شمېر خلک لا هم موجود وو.