1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني دیپلومات څرګندونو ته غبرګون

هيلۍ اسد
۱۴۰۱ بهمن ۱۳, پنجشنبه

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي ويلي، چې د طالبانو له خوا لګول شوي بنديزونه له مذهبي اړخه وراخوا د پښتنو په کلتور پورې تړلي دي. د نوموړي دغه څرګندونو د افغانستان د سیاسي او فرهنګي څېرو غبرګونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/4N2AR
Afghanistan Schule
انځور: AFP

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل : « زما له نظره د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه ډېر مذهبي اړخ نه لري مګر د کلتور له نظره دا د پښتنو کلتور کې عجيبه خبره ده. هغه زیاته کړه هغه کلتور چې « ښځې په کور کې پاتې کیدو ته اړوي» دا د افغانستان عجیب او ځانګړی حقیقت دی چې په سلګونو کلونو کې نه دی بدل شوی»

د افغانستان او پاکستان یو شمېر فرهنګیانو او سیاسي څېرو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي دي چې د دې بندیزونو د لیرې کولو لپاره پر طالبانو د ډیپلوماتیکو فشارونو کارول به کار ونکړي: «د بشپړ بدلون تمه کول، په دې شرط چې که دوی [طالبان] له نړیوالو معیارونو سره سم عمل ونه کړي، د افغانستان له خلکو سره به مرستې بندې شي، دا تمه نسبتاً خوشبینه ده.»

په کندهار ولایت کې دا نجوني دې ته چمتو دي چې د لومړنیو امکاناتو پرته تر شنه آسمان لاندې زده کړې وکړي
په کندهار ولایت کې دا نجوني دې ته چمتو دي چې د لومړنیو امکاناتو پرته تر شنه آسمان لاندې زده کړې وکړيانځور: Mohammad Noori/AA/picture alliance

غبرګونونه

د افغانستان په ځینو سیمو کې په ځانګړې توګه په کلیوالو ټولنو کې د کلتور او ټولنیزو دودونو له امله د ښځو پر وړاندې محدودیتونه شته خو د کارپوهانو په اند، دا محدودیتونه د دې وړ نه دي چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ او یا د ښځو د کار او زده کړو مخه په لویه کچه ونیول شي. د تېر حکومت پر مهال د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ډېرې نجونې په زده کړو بوختې وې.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معراج وايي، تجربو ښودلې چې د افغانستان په کوم ځای کې چې د نجونو د زده کړو زمینه برابره شوې ده، ښوونځیو ته د نجونو د تګ پر وړاندې کلتوري او ټولنیز خنډونه نشته.

زده کوونکې: له زده کړو د پاتې کېدو تشه نه جبرانیدونکې ده

هغه په ​​دې باور دی چې د نجونو پر زده کړو بندیز کلتوري ستونزه نه، بلکې سیاسي ستونزه ده. نوموړي په تېرو ديارلسو کلونو کې په ځينو سيمو کې د ښوونځيو تړل کېدو ته په اشارې سره دویچه ويله ته وويل: «په تېر کې په ځينو ولسواليو کې طالبانو د همدې پاکستانيانو په امر نه يوازې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې وې بلکې د هلکانو پر مخ هم د ښوونځیو دروازې بندې وي"

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست مشر نصیر احمدي فایق دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې له کار او زده کړو د نجونو او ښځو د منع کولو موضوع د افغانانو له کلتور سره هېڅ تړاو نه لري.

آلمان غواړي افغان نجونو ته په بهر کې د لوړو زړه کړو زمينه برابره کړي

غفور لېوال چې د افغانستان په پخواني حکومت کې یې د ډیپلومات او په څېړنيزو مرکزونو  کې کار کړی دی، وايي چې منير اکرم د پښتني کلتور په اړه نه پوهېږي.

نوموړي د افغاني کلتور په اړه د اکرم څرګندونې غير مسوولانه بللې دي او د هغو افغان مېرمنو بېلګې يې يادې کړې، چې په بېلابېلو برخو کې فعالې او لوړو مقامونو ته رسېدلې دي.

افغان نجونو ته د آنلاين زده کړو شرايط برابر دي؟

خبریال او فرهنګي فعال داوود جنبش د پاکستان د استازي د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: "کله چې پاکستان نه و جوړ شوی، یوه پښتنه ښځه د کابینې غړې وه"

جنبش یادونه کړې، چې ښځې د پښتني ټولنې د یوې مهمې برخې په توګه د کرنې په برخه کې د نارینه وو تر څنګ کار کوي او " له پیړیو راهیسې په جرګو کې د نارینه وو ترڅنګ حضور لري."

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار هم د منتقدینو په ډله کې شامل شوی دی. هغه دې خبرې ته په اشارې سره چې څلور میلیونه نجونې لا دمخه په افغانستان کې په زده کړو بوختې وې، منیر اکرم ته په ټویټر کې لیکلي: "تاسو باید په ملګرو ملتونو کې د دوی د غلط بیان او سپکاوي لپاره د پاکستان له 50 میلیون پښتنو بښنه وغواړئ."

افراسیاب خټک، چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت پخوانی سناتور وه هم ویلي، چې د پاکستان سفیر د نجونو پر زده کړو بندیز د پښتنو کلتور ته په اشارې کولو سره "پښتنو ته سپکاوی" کړی دی.

خټک پر ټویټر لیکلي: "ایا په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمی استازی د طالبانو استازیتوب کوي؟"

تر دې وړاندې طالب چارواکو هم د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو لپاره دا ډول توجیهات وړاندې کړی و.

د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزير نورالله منير د اسد په ١٧مه په خوست ولايت کې په يوه غونډه کې وويل، چې خلک د نجونو له زده کړو سره نه، بلکې د خپلو نجونو له کوره وتلو سره حساس دي او افغان کلتور په دې برخه کې ډېر حساس دى.