1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي افغان نجونو ته په بهر کې د تحصيل امکان برابر کړي

۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

د آلمان حکومت غواړي چې تر ۵۰۰۰ پورې افغان مېرمنو ته له افغانستان څخه د باندې د لوړو زده کړو امکان برابر کړي. د دې پروګرام د عملي کولو له پاره يو شمير هېوادونه په نظر کې نيول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4LwQX
په افغانستان کې دننه د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړلي دي
په افغانستان کې دننه د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم تړلي ديانځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

په آلمان کې د «فونکه» په نوم رسنيزې ډلې د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې د آلمان د پراختيا وزارت په دې موخه غواړي په بنګله ديش، قرغيزستان او پاکستان کې د بورسونو يو پروګرام رامنځته کړي.

زياته شوې چې په ټوله کې به دا پروګرام ښايي ۷ ميليونه يورو مصرف ولري چې په بهر کې به د آلمان د اکاډيميکو تبادلاتو موسسه چې لنډیز یې «ډي ای ای ډي» دی همکاري ورسره ولري.

د افغان نجونو د ښوونځیو نامعلوم برخلیک

د آلمان د پراختيايي چارو وزيرې سوينيا شولڅه د فونکه رسنۍ ته وويل: »د طالبانو سياست نه يوازې ښځو ته د حقارت په سترګه کتل، بلکې د دغه هېواد د پرمختګ له پاره هم زهر دی.»

نوموړې په خپلو خبرو کې وويل: »هغه څوک چې د ولس د نيمايي برخې د زده کړې او تعليم چانسونه ضايع کوي هغه د دغه هېواد د راتلونکي پوتنسيال غلا کوي.«

هغې زياته کړه چې د تعليم او مسلکي زده کړو په ګاڼه له سمبالو ښځو پرته له بې وزلۍ او لوږې څخه د وتلو هيڅ لاره نشته.

نوموړې وزيرې وويل چې کله ورته وضعيت بيرته د دې اجازه ورکړي نو په لوړو زده کړو سمبالې ښځې کولی شي د خپل هېواد په بيارغونه کې مرسته وکړي.

د «ډي ای ای ډي» موسسې مشر جويبرتو مکهرجي د افغانستان اوسنی وضعيت «ناوړه» وباله. هغه وويل چې په تېره بيا ځوانې ښځې سختې اغیزمنې دي او تر ډېره په ټولنیز ژوند کې د ونډې اخيستو جوګه نه دي.

طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ سخت غبرګون ښوولی

طالبانو نږدې یوه میاشت وړاندې په پوهنتونونو کې تر امر ثاني پورې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او دې پرېکړي يې په هیواد او دباندې سخت غبرګونونه له ځان سره لرل. همدا راز نجوني اجازه نه لري چې تر شپږم ټولګې پورته ټولګيو ته ولاړي شي.

ب. ص/ ن. ز (KNA)