1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پوځ د شپږو وسلوالو د وژلو ادعا کړې

۱۴۰۲ تیر ۱۰, شنبه

د پاکستان پوځ وايي چې د افغانستان پولې ته نژدې يې په جلاو عملیاتو کې شپږ وسلوال وژلي دي. پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې دغه عملیات د اختر په ورځو کې د وسلوالو پر دوو پټنځایونو ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/4TIgS
د آرشیف انځور ۲۰۱۴: پاکستاني پوځیان د شمالي وزیرستان د میرانشاه سيمې په مربوطاتو کې د چاڼيزو عملیاتو پر مهال
د آرشیف انځور ۲۰۱۴: پاکستاني پوځیان د شمالي وزیرستان د میرانشاه سيمې په مربوطاتو کې د چاڼيزو عملیاتو پر مهالانځور: AFP/Getty Images/A. Qureshi

د پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي چې دغه دوه عملیات د جمعې په ورځ وختي د افغانستان پولې ته نژدې په دوو سیمو، ټانک او شمالي وزیرستان کې د وسلوالو د پټېدو او نفوذ په هکله د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو پر اساس شوي دي.

پوځ د جمعې په ورځ ناوخته وويل چې امنيتي ځواکونو د وسلوالو له پټنځایونو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او په سيمه کې ېې چاڼيز عملیات په لاره اچولي دي.

ورته نور ولولئ: د پاکستان پوځ: په باجوړ کې د داعش يو قوماندان وژل شوی

پوځ د شپږو وژل شوو کسانو د هویت په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو تر ډېره د پاکستان حکومت پر ضد جنګیدونکي وسلوال، د تحریک طالبان پاکستان ډلې چې په پاکستاني طالبانو هم یاديږي، غړي دي. 

تحريک طالبان پاکستان (TTP) له افغان طالبانو څخه یوه جلا ډله ده، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې د افغان طالبانو تر واکمنېدو وروسته ېې پاکستان کې خپلې حملې ډېرې کړي چې اکثرا پکې د پاکستان امنيتي ځواکونه په نخښه کیږي.

ورته نور ولولئ: پاکستان کې درې سرتېري او درې بريدګر وژل شوي دي

د پاکستان پوځ په وروستیو کلونو کې افغانستان ته په نژدې علاقو کې د اورپکو پر ضد پراخ پوځي عملیات ترسره کړي، خو له دې سره سره وسلوال خپل بریدونه کوي او تاوتريخوالی ادامه لري.

 (AP)mks/mns

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: